-
تاجیکستان د هرات د امنیتي غونډې کوربه دی
Nov 25, 2023 12:11فارس خبري اژانس راپور راکړی د هرات د امنیتي خبرو اترو نوي غونډه چې د طالبانو د حکومت استازیو ته هم پکښې د ګډون بلنه ورکړل شوي ده د تاجیکستان په کوربه توب د نوامبر د میاشتې په اتویشتمه او نهویشتمه نیټه ترسره کیږي.
-
پاکستان د افغانستان په موټروانانو باندې محدودیت ولګاوه
Nov 25, 2023 10:38تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان حکومت د افغانستان په کډوالو باندې له دباو راوړلو وروسته د افغانستان د تجارتي شیانو په وړونکو موټروانانو باندې هم نوي محدودیتونه لګولي دي.
-
افغانستان د ښځینه ډاکټرانو کمښت لري
Nov 25, 2023 08:41تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر« قلندر عباد» په هیواد کښې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت خبر ورکړ.
-
د خوړو نړیوال پروګرام له مالي ستونزو سره مخ دی
Nov 25, 2023 08:19اوا خبري اژانس راپور ورکړی د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه د افغانستان د ایستل شویو کډوالو سره د بیړنیو مرستو کولو لپاره د بودجې له کمښت سره مخامخ دی.
-
د افغانستان د شیعه علماو د وژلې په هکله باید تحقیق وشي
Nov 25, 2023 07:13زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټر «ریچارډ بنیټ» د افغانستان په هرات ولایت کښې د دوو شیعه علماو د ټرور په هکله د خپلواکه تحقیق پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ایران کنسولګرۍ په غزې د اسرائیلو د بریدونو پرخلاف انځوریز نندرتون پرانیستی نور حال دلته لرو
Nov 25, 2023 06:35زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسولګرۍ پر غزه د اسرایلو بریدونو پرخلاف انځوریز نندارتون پرانیست.
-
په روسیه کې د مخالفینو د غونډې په اړه د افغان طالبانو غبرګون
Nov 25, 2023 01:37د افغان طالبانو د حکومت ویاند په روسیه کې د دغه حکومت د مخالفینو د غونډې په اړه غبرګون وښود.
-
په کابل ښار کې د چاودنې او ډزو غږونه
Nov 25, 2023 00:53د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار په لوېدیځ کې د چاودنې او ډزو غږونه اوریدل شوي.
-
له صهیونیسټي رژیم د امریکا ملاتړ په غزه کې د جګړې د دوام لامل شو
Nov 24, 2023 11:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: که له اسرائیلي رژيم د امریکا ملاتړ نه وای، دغه جعلي رژیم نشو کولای چې د فلسطین له اسلامي مقاومت ډلې (حماس) سره جګړې ته دوام ورکړي.
-
اسرائیل د جولا کور او ټول لوېدیځ قدرتونه د واورو جوړ سړي دي
Nov 24, 2023 14:20په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب وویل: نه یوازې صهیونیسټي رژیم د جولا کور دی، بلکې ټول قدرتونه د واورو جوړ سړي دي.