د خوړو نړیوال پروګرام له مالي ستونزو سره مخ دی
اوا خبري اژانس راپور ورکړی د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه د افغانستان د ایستل شویو کډوالو سره د بیړنیو مرستو کولو لپاره د بودجې له کمښت سره مخامخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په یوې بیانیې کښې وویل له پاکستان څخه اکثره ایستل شوي افغان کورنۍ وږي ، ناهیلي او سمدستي ملاتړ ته ضرورت لري په داسې حال کښې چې د خوړو نړیوال پروګرام له دغو افغان ښاریزو سره د مرستې لپاره ضروري پیسې نلري.
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر« شاو وي لي» دې ته په اشارې سره چې افغانستان له ورانونکو زلزلو ، کمزوري اقتصاد او اقلیمي کړکیچ سره مخامخ دی وویل مونږ په دغو شرایطو کښې له پاکستان څخه د افغانستان د سلګونو زره ایستل شویو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره کابو اوویشت اعشاریه پینځه میلیونه ډالرو ته ضرورت لرو.
دا په داسې حال کښې دي چې د ملګروملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام په شمول نړیواله مرستندویه ادارې له مخکې څخه په افغانستان کښې د بودجې له کمښت سره مخامخ وې.