-
ترټاکلی نیټې پورې دې غیرقانوني پناه غواړي له پاکستانه ووځي
Oct 25, 2023 01:13د پاکستان د بلوچستان صوبائي حکومت ویندوي خبرداری ورکړیکه غیر قانوني افغان پناه غواړي د راتلونکي میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له هیواده لاړنشي نو وبه نیول او زنداني به شي.
-
د غزې غمیزه د هغو هیوادونو لپاره د شرم خبره ده چې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو ملاتړ کوي
Oct 24, 2023 13:12ولسمشر زیاته کړه: هغه غمجنې غمیزي او بشر ضد جنایتونه چې په دې ورځو کښې د صهیونیسټی رژیم دعاملیت او د امریکا په مستقیم ملاتړ سره په غزه کښې ترسره کیږی د هغو هیوادونو لپاره د شرم سبب دی چې له دې نژاد پرست او جنایتکار رژیم سره د اړیکو د عادي کیدو په لور روان دی.
-
د کرکټ د ګټلود خوشحالۍ په ډزوکې په ننګرهار کې ۲ تنه ټپیان شول
Oct 24, 2023 08:18افغان کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې ورځې ناوخته د هندوستان په کوربه توب نړیوال کپ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته په لومړی ځل ماتې ورکړه.
-
د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ دوام
Oct 24, 2023 11:21د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل څخه د ۱۷ ورځو په تېرېدو او په غبرګون کې یې د غزې پر تړانګه د صهیونیسټي رژیم د بې ساري بمبارۍ له امله چې په زرګونه فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول، مګر امریکا د دغه رژیم د ستراتیژیک متحد په توګه، د دغو جنایتکارو اقداماتوته په پوره بې غورۍ سره، د ځان د دفاع په پلمه د اسرائیلو د جنایتونو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار کوي.
-
د افغانستان د کرېکټ ملې لوبډلې پاکستان ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه
Oct 24, 2023 10:26د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په پنځمه لوبه کې تېره ورځ پاکستان هېواد ته د ۸ ویکټو په توپیرماتې ورکړه. نور تفصیل زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
افغان ځوانان په بېلابېلو برخو کې وړتیا لري
Oct 24, 2023 10:02په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، کرکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وایي.
-
د هرات له زلزله ځپلو سره د چین مرستې دوام لري
Oct 24, 2023 08:47په دې کتنه کې د چین سفیر یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ته په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.
-
د کرېکټ د بریا په تړاو په جلال آباد کې د هوایي ډزو له امله دوه تنه ژوبل شول
Oct 24, 2023 08:29په ژوبلو کې یوه ځوانه نجلې ده چې خپله یوه سترګه یې له لاسه ورکړه. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
طالب چارواکي د افغان کډوالود ویستلو په اړه د مهلت غوښتنه لري
Oct 24, 2023 08:27د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلر عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو د مهلت غځیدو غوښتنه لري.
-
طالبانو او د ملګروملتونو استازیو په کابل کښې غونډه وکړه
Oct 24, 2023 01:10صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان طالبانو د کډوالو د مسلې د حل لپاره د ملګروملتونو د استازیو په ګډون سره مقدماتي غونډه ترسره کړه.