افغان ځوانان په بېلابېلو برخو کې وړتیا لري
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، کرکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وایي.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پنځوس اوریزه نړیوال کپ کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیا لري او کولای شي بریا ترلاسه کړي.
د طالبانو له مطبوعاتي دفتر ه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، کرکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وایي.
په دې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبير له خولې ويل شوي، چې دې سياليو وښوده، چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتيا لري او بريالى شي.