طالبانو او د ملګروملتونو استازیو په کابل کښې غونډه وکړه
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان طالبانو د کډوالو د مسلې د حل لپاره د ملګروملتونو د استازیو په ګډون سره مقدماتي غونډه ترسره کړه.
په پاکستان کښې د افغانستان د دیره کډوالو د مسلې د حل کولو لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د چارو د سترې کمشنرۍ او د پاکستان او د افغانستان د درې اړخیزه غونډې له ترسره کولو سره د اسلام اباد له مخالفت سره سره طالبانو په کابل کښې یوه غونډه جوړه کړي ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د مهاجرینو د وزارت مطبوعاتي دفتر پرون د ملګروملتونو د کډوالو د چارو له سترې کمشنرۍ سره ترسره شوي ګډه غونډه مقدماتي وبلله.
مولوي عبدالرحمن راشد چې د افغانستان د مهاجرینو د وزارت مشرۍ پرغاړه لري او د ملګروملتونو د کډوالو د چارو سترې کمشنرۍ یو مسوول او یوشمیر نورو کسانو په دغه غونډې کښې ګډون وکړ.
د طالبانو چارواکي مولوي عبدالرحمن راشد د ساړه موسم رارسیدا او په اسلام اباد کښې د درې اړخیزه غونډې له جوړیدا سره د پاکستان مخالفت ته په اشارې سره وویل د طالبانو د خارجه وزارت له لارې د درې اړخیزه غونډې د ترسره کیدا وړاندیز له پاکستان سره مطرح کیږي.