ترټاکلی نیټې پورې دې غیرقانوني پناه غواړي له پاکستانه ووځي
د پاکستان د بلوچستان صوبائي حکومت ویندوي خبرداری ورکړیکه غیر قانوني افغان پناه غواړي د راتلونکي میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له هیواده لاړنشي نو وبه نیول او زنداني به شي.
د پاکستان د بلوچستان صوبائي حکومت ویندوي خاان جان اڅکزئ پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل چې غیر قانوني پناه غواړو ته دیوه میاشتني مهلت ورکولو څخه یوازې یوه اونۍ پاتې ده څوپښې سپکې کړي او له دې وروسته به هغه کډوال چې په پاکستان کې غیر قانوني وبلل شي، وبه نیول او له هغوي سره به قانوني چلند وشي.
په داسې حال کې تردې دمه اعلان شوې نیټه ختمه شوې نه ده ،ځاي سرچینې وائي چې د پاکستان پولیسو په مختلفو سیمو کې په کور په کور پلټنې پیل کړي او شپې مهال د افغان پناه غواړو کورونه پلټې او نیسي ئې او زندان ته ئې منتقلوي.
د پاکستان دکورنیو چارو زویر سرفراز بګټي تیره اونۍ په اسلام اباد کې مدعي شوی ؤ چې د افغانستان ښاریز د پاکستان په مختلفو سیمو کې په ترهه ګرو حملو کې لاس لري.هغه ګواښ کړی، د یو اعشاریه اوه میلیون غیر قانوني افغان پناه غواړو پشمول هغه غیر قانوني پناه غواړي چې په پاکستان کې په مختلفو سیمو کې دیره دي باید د اکتوبر تر وروستیو پورې له هیواده ووځي .