د هرات له زلزله ځپلو سره د چین مرستې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140430-د_هرات_له_زلزله_ځپلو_سره_د_چین_مرستې_دوام_لري
په دې کتنه کې د چین سفیر یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ته په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.
(last modified 2023-10-24T04:18:34+00:00 )
Oct 24, 2023 08:47 Asia/Kabul
  • د هرات له زلزله ځپلو سره د چین مرستې دوام لري

په دې کتنه کې د چین سفیر یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ته په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

په افغانستان کې د چین سفارت سفیر ژاو شینګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې د هرات له زلزله ځپلو کورنیو سره د پنځوس زره ډالرو مرستې په ترڅ کې وویل: خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې شیر محمد عباس ستانکزی په افغانستان کې د چین سفارت له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

په دې کتنه کې د چین سفیر یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ته په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

په دې کتنه کې د چین سفیر د هرات له زیانمنو شویو خلکو سره د خپل هېواد د تېرو مرستو په لړ کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

هغه د هرات له زلزله ځپلو سره د چين د حکومت د خواخوږۍ او مرستې له امله مننه وکړه او له چين سره يې د افغانستان اړيکې رغنده او مثبتې وبللې.