-
د افغانستان طالبانو د غزې تړانګې په روغتون د اسرائیلو بمبارۍ په کلکه وغندله نور جزیات دلته لرو
Oct 18, 2023 11:09زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا د غزې پر يو ملکي روغتون بمباري په سختو ټکو غندلې، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بللی.
-
له کندهار څخه څه باندې۳۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
Oct 18, 2023 11:03د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات پیل شوي دي او تر دې مهاله یې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي.
-
امریکا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته بې حیایي راوړه نور حال دلته لرو
Oct 18, 2023 10:58زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په دايکندي ولايت کې یوې ولسي غونډې ته ويلي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې دروغجن شعارونه بدرګه کړل.
-
د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې بیرته واخیستل شي
Oct 18, 2023 10:54د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له پاکستان څخه غوښتي چې په ډلهایز ډول د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.
-
په هند کې د 'سید جمالالدین افغان' په نوم د افغان کډوالو ښوونځی تړل شوی
Oct 18, 2023 10:46د هند په پلازمېنه کې د سید جمالالدین افغان په نوم د افغان کډوالو یو ښوونځی د مالي ملاتړ د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی.
-
د غزې پر روغتون د صهيونیسټي رژيم د حملې نړيواله غندنه
Oct 18, 2023 10:17د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د غزې په تړانګه کې پر المعمداني روغتون د صهیونیسټي رژیم برید او د سلګونه بې دفاع ملکي وګړو شهادت په کلکه غندلی دی.
-
امیر عبداللهیان پر غزې د حملو د بندولو لپاره د ایران او عربستان پر همغږۍ ټینګار وکړ
Oct 18, 2023 09:53د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، جدې ته د رسېدو پر مهال، پر غزې د بریدونو د مخنیوي لپاره د ایران او عربستان ترمنځ د همغږي خبر ورکړ.
-
خبریال وژونکی صهیونیسټي رژیم باید د ۱۵ خبریالانو د شهادت په تړاو ځواب ویونکی وي
Oct 18, 2023 09:37د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزیر وویل: په غزه کې تراوسه ۱۵ خبریالان شهیدان شوي دي چې باید د اسلامي هېوادونو په تعقیب سره، صهیونیسټي خبریان وژونکی رژیم ه دې برخه کې حساب ورکړي.
-
پر ایران د توغندیو بندیزونه پای ته ورسېدل
Oct 18, 2023 09:18د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې، پر ایران د توغندیو بندیزونه پای ته رسېږي.
-
د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او ظلمونو په تړاو څومره خبر یاست؟ ځانګړې مرکه واورئ
Oct 18, 2023 08:47د صهیونیسټي رژیم له لوري پر فلسطینیانو د جنایتونو او ظلمونو په تړاو د ننګرهار د حج او اوقافو له پخواني مشر ښاغلي مولوي محمد داوود مجاهد سره زموږ د همکار عطاءا... خوګیاڼي ځانګړې مرکه دلته اورېدلئ شئ.