-
افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري
Sep 25, 2026 12:34زمونږخبریال راپور راکړ، دافغانستان په کابل کې دایران د سفارت مرستیال په کندهار کې دطالبانود حکومت له ویندوي سره ناسته کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او مناسباتو په باب ئې ورسره خبرې اترې کړي دي.
-
ملګرو ملتونو د پاکستان په هوائي برید کې د افغان ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل
Sep 22, 2026 06:31ملګرو ملتو د افغانستان په کونړ باندې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د درو افغان ملکي وګړو وژل کېدل او د څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.
-
ایران او پاکستان په سیمهییزو ظرفیتونو باندې په تکیې سره خپلې اړتیاوې پوره کولی شي
Sep 22, 2026 06:28د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره په پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټوریزم، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلاماباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل:د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ په اسانتیا سره د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کولی شو.
-
ایران او افغانستان پخپلو کې تیلی ملګرتیاوې لا پراخوي
Sep 20, 2026 14:05زمونږخبریال راپور راکوي،د ايران د انرژۍ وزارت چارواکي وايي، له افغانستان سره د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا ته چمتو دی او کولی شي افغانستان ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي.
-
خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده
Sep 20, 2026 13:49زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.
-
پاکستان: د کوهاټ د چاودنې غندنه باید د طالبانو له عملي اقدام سره مل وي
Sep 20, 2026 13:00پاکستان د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د کوهاټ د برید غندنه د ترهګرو ډلو پر وړاندې له عملي اقداماتو سره مل کړي.
-
د افغانستان په ولایت هرات کې د درې زره ټنو د ساتنې وړتیا لرونکې سړه خونه پرانیستل شوه
Sep 20, 2026 11:21د خونې جوړوونکی او هراتی پانګهوال، جمشید کمال، وایي، پر دې خونه یې، چې چارې یې په شپږو میاشتو کې پای ته رسېدلې، یو نیم میلیون ډالر لګولي دي. د هغه په وینا، دا خونه د درې زره ټنو، یا درې میلیونه کیلوګرامو، توکو د ساتنې وړتیا لري.
-
په سیمې کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ارزښتناکې دي
Sep 16, 2026 06:31د فارسي ژبې او ادبیاتو د اکاډمۍ مشر په سیمې کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.
-
د افغانستان د امارتي شرکتونو د مشر په تهران کې لیده کاته
Sep 15, 2026 14:41د افغانستان د حکومتي شرکتونو د ادارې مشر احمدجان بلال، چې د ایران د تیلو وزارت په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ ايران ته راغلی، په تهران کې ئې د ایران د تیلو وزارت له مرستیال او د ایران د تیلو د تصفیې او تیلي محصولاتو د ملي شرکت له عمومي مشر محمدصادق عظیميفر سره لیدلي.
-
کابل به د افغان کډوالو په باب د ایران ،ملګروملتو او طالبانو د ناستې کوربه وي
Sep 11, 2026 17:28د افغانستان کابل به په نزدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د مشکلاتو د ارزونې لپاره د ایران ،ملګروملتو او طالب حکومت د درې اړخیزې ناستې کوربه وي.