-
د کربلا به میلیوني لاریون کې ولوله اوحماسه د امام حسین(ع) دغورځنګ بریالیتوب شاهده ده
Aug 25, 2024 10:16پترس ټودې - د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي په دې خبرې په ټينګار سره چې له فلسطین څخه د ملاتړ ټول دریځونه د امام حسین علیه السلام له غورځنګه سرچینه اخلي، ووئيل؛ د نجف کربلا په لاره کې دغه میلیوني غونډیدا دامام حسین علیه السلام د غورځنګ پر بریالیتوب شاهدي ده او د اسرائيلو د نابودۍ او د غزې تړانګې د مقاومت کونکو د بریالیتوب نښې نښانې رابرسیره کوي.
-
څوارلس داعشي تکفیریان د ایران د اطلاعاتو د مامورانو په لومې کې
Aug 24, 2024 08:42پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت په یوې اعلامیې کښې وویل د هیواد د استخباراتي وزارت اطلاعاتي مامورانو د تهران، د البرز، د فارس او د خوزستان ولایتونو پښمول په څو ولایتونو کې په یولړ عملیاتو کښې د داعش خراسان په نوم له امریکايي او صهیونیسټي استخباراتي ادارو څخه هدایت شوي څوارلس تکفیری ترهه ګر پيژندل شوي او د قضايي قوې په حکم سره ونیول شول.
-
د پاکستان پر پولیسو د وسلوالو په حملې کې ۱۱پولیس ووژل شول
Aug 23, 2024 03:41داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د سند او پنچاب صوبې په کچې سیمې کې د ځينو سرکاري لوړپوړو چارواکو په ملتیا سره ډاکوانو خپل راج قایم کړی دی او هرکله چې وغواړي ، پر عامو خلکو او سرکاري مامورانو ژوند تنګوي او ورڅخه پیسې او نور امتیازونه اخلي .
-
د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکا-بریتاکشتیو تګ راتګ په اوڅاره توګه کم شوی
Aug 23, 2024 02:36سحاب - د لبنان المیادین خبری چینل د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکائی او بریتانوي کشتیو د تګ راتګ د بې مخینې کمیدا خبر ورکړی دی.
-
له افغانستانه د وتلو مسئولان به له کاره ګوښه کړم
Aug 23, 2024 01:47د امریکا دغه کرغیړن پخواني ولسمشر ووئیل؛له افغانستانه په ۲۰۲۱کال کې پوځي وتل د امریکا په تاریخ کې یوه ترټولو سپکه کونکې پیښه ده.
-
له اروپا سره د ایران د اړیکو پراختیا،د اروپائي هیوادونو د ناسمو سیاستونو ختمیدا ته اړتیا لري
Aug 23, 2024 01:12د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست او امنیتی چارو دکمیشن مشر جوزف بورل د ایران له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني تماس کې دایران د خارجه وزیر په توګه د هغه د ټاکلو به باب مبارکي ووئيله او موجوده سیمه ایزو اونړیوالو مشکلاتو ته په اشارې سره ئې هیله وښودله چې په نوي حکومت کې د ایران او اروپائی اتحادئې ترمینځ خبرې اترې او سیاسی مشورې دوام او پراختیا ومومي.
-
کډوال دې افغانستان ته راستانه شي او د هیواد خدمت دې وکړي
Aug 19, 2024 03:49د طالبانو د دفاع وزیر څرګنده کړه چې موږ به په هر قیمت د افغانستان ساتنه او دفاع وکړو او ویې ویل: کډوال باید خپل هیواد ته د خدمت لپاره راستانه شي.
-
افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۳۵ اقتصادي تفاهم لیکونه لاسلیک شول
Aug 19, 2024 01:56د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲ میلیارده ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې او سوداګرۍ د ۳۵ تړونونو د لاسلیک کیدو خبر ورکړ.
-
د زمري د میاشتې د28 نیټې کودتا،تر ابد پورې د امریکا او انګلستان پر ټنډې د بې ننګۍ داغ
Aug 18, 2024 12:42پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د زمري د میاشتې د اتویشتمې نیټې د کودتا په کلیزې کې،په دغې کودتا کې د امریکا او انګلستان رول ته په اشارې سره روښانه کړې ده ،د ۱۳۳۲لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې د ۲۸ کودتا له لارې په ایران کې د ولسی حکومت د نسکورولو بې ننګي به د امریکا او انګریزرژيمونو پر ټنډې تر ابد پورې د بې ننګۍ داغ وي.
-
ولادیمیرپوتین ښاغلي پزشکیان ته د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه
Aug 18, 2024 02:28په ماسکو کښې د ایران سفیر د د بریکس په ډله کښې د ایران غړیتوب د ایران د ډیپلوماسۍ له بریالیتوبونو وباله او زیاته یې کړه: د روسیې د پړوایزې مشرۍ او له دغه هیواد سره د ښو اړیکو له امله ایران د بریکس په ټولو غونډو کښې په لوړه کچه ګډون وکړ