د فلسطینیو ماشومانو د وژلو لپاره د صهیونیسټي پوځیانو سیالۍ
پارس ټوډې – د خپرو شوو اعترافاتو په اساس اسرائيلي قوماندانان خپل ځواکونه د ماشومانو وژلو ته هڅوي.
د هاآرتص عبري ژبې ورځپاڼې په غزې تړانګې کې په نتساریم چورلیز کې د صهیونیسټي رژيم د پوځ داقداماتو په باب یو لړزؤنکی راپور خپورکړی چې په هغه کې ددغه وحشي پوځ د ځينوجنایتکارو قوماندانانو او پوځيانو اعترافات پکې شامل دي .
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی دی،په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د قوماندانانو له ژبې په دغه راپور کې راغلي دي، د نتساریّم چورلیز په شمال کې یوه فرضي کرښه موجوده ده چې د جنازې په کرښې مشهوره او دغزې اوسیدونکي ئې پيژندي
دغه قوماندانان وائي،په دغې سیمې کې د فلسطینیانو په لور له ډزو وروسته، د دوي جنازې پر مځکې پاتیکیږي څو سپي ئې وخوري.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ د ۲۵۲ کنډک قوماندان د نتساریم چورلیز د مرګ سیمه نومولې او وئيلي ئې دي،هر هغه کس چې دغې سیمې ته نزدې شي،نو په شیشت کې راوستل کیږي.
دغه صهیونیسټي قوماندان وائي؛په غزې تړانګې کې په دیره پوځي یونټونو کې،د لازیاتو فلسطینیانو د وژلو لپاره سیالي کیږي. هغه ووئيل،پوځي عام خلک په نتساریّم کې وژني او دوي ئې مقاومتي پوځيان او ځواکونه معرفي کوي. دغې ورځپاڼې په دوام کې د یوه اسرائيلي افسر له قوله لیکلي دي ، دا لومړنی جنګ دی چې قوماندانان هرکار چې وغواړي کوي ئې او هر یو اقدام له کوم فرمان پرته ترسره کوي.
هارآتص د صهیونیسټي پوځيانو له قوله راپور ورکوي، چې په غزې تړانګې کې قوماندانان په شخصي بریالیتوب پسې دي.
دغه پوځیان زیاتوي، یوه قوماندان وئيلي وو، چې دمونږ دیونټ بریالیتوب له اوسیدونکو څخه د غزې د شمال خالی کول دي. یوه بل پوځي هم ووئيل، چې دوستانو ئې یو ۱۶کلن ځوان وواژۀ او ددوي قوماندان دوي وهڅول او په ورپسې ورځې ئې د لسو نورو فلسطینیو ماشومانو د وژلو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړې ، حکم ورکړل شوی دی،هرڅو ک چې نتساریم چورلیز ته نزدې شي، په سر باندې په ډزو سره دې ووژل شي. د یادولو ده چې صهیونیسټ رژيم پوځ ته په غزې کې د فلسطین د مقاومت درندۀ ګوزارونه په داسې حال کې د جنګ له ۴۴۲ ورځې وروسته دوام لري،چې نیواکګر د مقاومتي توغندیو او راکټونو او پوځي توان د له مینځه وړلو مدعي دي. ر
همداراز د په پرله پسې پنځلسمې میاشتې کې د غزې تړانګې په ضد د اسرائیلي رژيم جنایتونه په داسې حال کې دوام لري ، چې د اپیل نړیوالې محکمې د جنګي جنایتونو ،د بشریّت په ضد د جنایتونو او د د وسلې په توګه له لوږې څخه ( د غزې دخلکو دوږي ساتلو) څخه د استفادې په تورونو باندې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د جنګ پخواني وزیر یوآؤ ګالانت دنیولو حکم صادر کړی دی.
له دغو ټولو جنایتونو سره سره،صهیونیسټي رژيم اعتراف کړی دی چې د جنګ له ۴۴۲ ورځو تیریدا سره سره ،تراوسه پورې نه دی توانیدلی له دغه جنګه خپلو موخو ته ،یعني د حماس غورځنګ د نابودولو او له غزې د صهیونیسټي بندیانو د بیرته ګرځولو په څير خپلو موخو ته ورسیږي.