-
په سعودي عربستان هیواد کښې د محمد بن سلمان اصلاحات؛دروغ او جعلي :-
Oct 30, 2022 12:14په امریکا کښې د سعودي عربستان سفیرې ریما بنت بندر ال سعود له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ویلي وو په عربستان کښې اصلاحات حقیقي دي او دغه هیواد په تیرو پینځو کلونو کښې داسې اقدامات ترسره کړي دي چې په تیرو اتیاو کلونو کښې یې نه وو کړي.
-
له عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا په هکله دي
Oct 30, 2022 11:29اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت غړي وویل له سعودي عربستان سره خبرې د جنګ د بندیدا د کلابندۍ د ختمیدا او د یمن د بیارغونې په هکله دي.
-
عربستان کښې د خلکو وژله دوام لري
Oct 24, 2022 02:36مراه الجزیره خبري سایټ راپور ورکړ په سعودي عربستان کښې د بشري حقوقو د دفاع کمیټۍ په دغه هیواد کښې د انساني کړکیچ د شرایطو او د اعدامونو او پانسیو د نوي څپې او د وژلې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د امریکا او عربستان لاسوهنې د لبنان د ولسمشر د انتخابیدا خنډ دي
Oct 21, 2022 02:16زمونږ خبریال وايي د ولسمشر په انتخابولو کښې د لبنان د پارلمان د استازیو له بیا ناکامه کیدا وروسته د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق په بیروت کښې د امریکا او د سعودي عربستان سفارتونه د نوي ولسمشر په انتخابیدا کښې د خنډونو د جوړولو سبب وبلل.
-
تهران کښې د منا د شهیدانو د درنښت غونډه وشوه
Oct 02, 2022 08:22زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمینې تهران کښې د «لاله های سفید» په نوم د سعودي عربستان په منا کښې د شهید کړې شویو حاجیانو د کلیزې ځانګړي عمومي غونډه ترسره شوه.
-
سعودي عربستان د یمن د تیلو بله کشتۍ هم ونیوله
Sep 09, 2022 01:18سبا خبري اژانس وايي د یمن د تیلو د شرکت ویاند عصام المتوکل د سعودي عربستان او د امریکا د ائتلاف لخوا یمن ته د تیلو د وړونکي دیارلسمې کشتۍ د نیول کیدا خبر ورکړ.
-
امریکا د مینځني ختیځ حالات خرابوي
Sep 06, 2022 00:04ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت چې د واشنګټن د سلطه غواړو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ ادعا کوي د خپل هیواد له سرحدونو زرګونو کلومیټره لیرې د خپلو متحدانو د امنیت د تامینولو په پلمه د لویدیځې اسیا سیمې د حالاتو د خرابولو او د بلا غوښتنې په حال کښې دی.
-
ایران په یمن کښې د اوربند کامل ملاتړ کوي
Sep 04, 2022 23:02ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي هانس ګرونډبرګ سره په کتنه کښې وویل د یمن امنیت د فارس خلیج او د سیمې په ثبات نیغ په نیغه اغیز لري.
-
د عربستان تیریګر ائتلاف د یمن څلور نورې کشتۍ ونیولې
Sep 02, 2022 08:01المسیره ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د یمن د تیلو شرکت د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د څلورو تیل وړونکو کشتیو د نیول کیدا خبر ورکړ.
-
سعودي عربستان د یمن اوبو په کیمیاوي موادو ککړې کړي دي
Aug 29, 2022 00:43المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د اوبو او د ژواک چاپیریال وزارت د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا په راډیو اکټیو او کیمیاوي موادو باندې د الحدیده ولایت د اوبو د سرچینو د ککړولو خبر ورکړ.