-
له یوه خپلواک فلسطین پرته له اسرائیلو سره هېڅ ډول ډیپلوماتیکې اړیکې نه ساتو
Feb 07, 2024 10:41د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، له اسرائیلو سره د ډيپلوماتیکو اړیکو د ساتلو او پیل په اړه د ریاض دریځ روښانه کړی.
-
حماس د زندانیانو د تبادلې په اړه مثبت ځواب ورکړی
Feb 07, 2024 10:31د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې له خپل امریکایي سیال آنتوني بلېنکن سره ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې له حماس غورځنګ څخه یې له اسرائیلو سره د زندانیانو د یوې بلې تبادلې په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړی، چې دوی یې خوشبینه کړي دي.
-
د ایران د وسله والو ځواکونو پروړاندې د امریکا د بې اساسه تورونو ردېدل
Feb 07, 2024 08:42په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: ایران د خپلو وسله والو ځواکونو په خلاف د امریکې بې اساسه تورونه په کلکه ردوي.
-
صهیونیسټي رژیم ته د اسلامي هېوادونو پر پرېکنده ګوزار د انقلاب د معظم رهبر ټینګار
Feb 06, 2024 09:56د انقلاب معظم رهبر په غزه کې اوسنۍ جګړې ته په اشارې سره، د بیت المقدس نیواکګر رژیم ته د مسلمانو ولسونو لخوا د پرېکنده ګوزار غوښتنه وکړه.
-
د سیمې قهر او غوسه مه آزمایئ
Feb 05, 2024 09:39د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د برطانیې د بهرنیو چارو له وزیر سره خپلې کتنې ته د اشارې ترڅنګ، په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو متن خپور کړ او ویلي چې په دې لیدنه کې هغه ته په روښانه توګه وویل شول چې د جنګ دوام د حل لاره نه ده او د سیمې غوسه او قهر مه آزمایئ.
-
د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار دسیسه جوړوي
Feb 05, 2024 10:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو مرستیال د دې په بیان سره چې د ایران پر وړاندې متحدالشکل استکبار دسیسه جوړوي زیاته کړه: په هېڅ داسې وخت کې دا ډول دښمني د هېڅ یوه ملت پر وړاندې ثبت شوې نه ده.
-
د سوریې په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوي
Feb 04, 2024 02:42ځینو خبري سرچینو، د یکشنبې په شپه د سوریې په ختیځ کې د کونیکو د ګازو په ډګر کې، د امریکې پر پوځي اډې د راکټي حملو خبر ورکړی.
-
امیر عبداللهیان په سوریې او عراق کې د امریکا پر وروستیو بریدونو نیوکه وکړه
Feb 04, 2024 02:20د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا وروستي تیري، د هغو غلطو تګلارو نتیجه ده، چې د چارو د حل لپاره یې له پوځي لارې کار اخیستی دی.
-
کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو هرکلی کوو
Feb 04, 2024 01:58د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم ویلي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.
-
د امریکا له یرغل سره هم مهاله، داعش د عراقي پوځ او الحشد الشعبي پر پوستو بریدونه وکړل
Feb 03, 2024 02:42پر عراق د امریکې له یرغل څو ساعته وروسته، د داعش ترهګرو د انبار ولایت په لوېدیځ کې د پوځ او الحشد الشعبی پر مرکزونو حملې وکړې.