-
ایران په سوریې باندې د اسرائیلو بریدونه وغندل
Jul 22, 2022 23:45ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دمشق په خوا کښې د سوریې په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیرې جمعې ورځې توغندوي حملې په کلکه وغندلې.
-
پاکستان او افغانستان د بس سروس پیلوي
Jul 21, 2022 01:36زمونږ خبریال وايي د پاکستان او د افغانستان چارواکو پرون په کابل کښې درې ورځنې خبرې اترې بشپړه کړې چې دوه اړخیزه تجارت پیاوړی کړي او تاجرانو ته ورپیښ مشکلات حل کړي ، د ویزو ورکول اسان کړي او په سرحدونو کښې ټرکونه او مالونه زر رخصت کړي.
-
تهران ته د روسیې د ولسمشر سفر د ایران د اقتدار نښه دی
Jul 21, 2022 01:03ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ایران ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر په مهم بللو سره ولیکل دغه سفر په سیمه کښې د قدرت د یوه نوي نظم د رامینځته کولو لپاره د سیمې د قدرتونو ترمینځ د فعالانه تعامل او په دنیا کښې د انرژۍ د پرله پسې وړاندې کولو د تضمین ښودنه کوي.
-
کابل کښې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي
Jul 21, 2022 00:54زمونږ خبریال وايي په کابل ښار کښې د طالبانو د ځواکونو په ځانګړیو عملیاتو کښې پینځه داعشیان مړه یا نیول شوي دي.
-
لویدیځ هیوادونه د خلکو د سرچینو په غلا کولو سره بروالي ته رسیدلي
Jul 21, 2022 00:43ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لویدیځو هیوادونو تور ولګاوه چې د نورو هیوادونو د سرچینو په چورتالان کولو سره برترۍ ته رسیدلي او دوې د پراختیا لپاره بیلګه نلري.
-
په افغانستان کې زرګونه تنه په شدیدې نس ناستې اخته شوي دي
Jul 20, 2022 09:48راپورونه مو د افغانستان له زابل ولایت څخه خبروي چې په دې ولایت کې زرتنه په سختې نس ناستې اخته شوي دي
-
عراق د امریکايي-صهیونیسټي کیمپ برخه نه شي ګرځیدې
Jul 20, 2022 09:44د عراق په پارلیمان کښې د الفتح ائتلاف مشر وویل چې هیواد یې په سیمه کښې د امریکايي او صهیونیسټي کیمپ یوه برخه نه شي جوړیدې
-
افغانستان کښې انساني حالات لا خرابیږي
Jul 20, 2022 09:18نړیوالو موسسو د خوراکي موادو د کمښت، وچکالۍ او ساري ناروغیو د دوام په وجه په راتلونکو شپږو میاشتو کښې د افغانستان د انساني وضعې په اړه خبرداری ورکړ
-
د ترکیې پوځیان له افغانستاني کډوالو سره ډیر بد سلوک کوي
Jul 20, 2022 09:12په ترکیې کښې د افغانستان کډوال وايي چې په زوره د دوي ایستل او ورسره د ترکیې د امنیتي ځواکونو بد چلند دوام لري
-
کابل کښې د شیعه مسلمانانو په یو جومات د ځانمرګي برید مخنیوی وشه
Jul 20, 2022 08:04د طالبانو امنیتي ځواکونو پر داعش پورې اړوند هغه کس نیولی چې غوښتل یې په کابل کې د اهل تشیع پر مسجد ځانمرګی برید وکړي