ایران په سوریې باندې د اسرائیلو بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118798-ایران_په_سوریې_باندې_د_اسرائیلو_بریدونه_وغندل
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دمشق په خوا کښې د سوریې په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیرې جمعې ورځې توغندوي حملې په کلکه وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2022 23:45 Asia/Kabul
  • ایران په سوریې باندې د اسرائیلو بریدونه وغندل

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دمشق په خوا کښې د سوریې په ځینو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیرې جمعې ورځې توغندوي حملې په کلکه وغندلې.

اسرائیلو له نیواکي جولان سیمې څخه پرون سهار د سوریې د پلازمینې دمشق ښار په ګاونډ کښې په څو سیمو توغندوي وویشتل چې له کبله یې د سوریې د پوځ درې عسکر ووژل شول او اوه نور ژوبل شول.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د دغو توغندوي حملو د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت د ویلو او د سوریې ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې  وویل په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم پرله پسې حملې او تیري د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ښکاره خلاف ورزۍ او د نړیوالو پيژندل شویو مقرراتو او د اصولو ښکاره خلاف ورزۍ ده.

هغه ټینګار وکړ په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم بیا بیا حملې د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ په خلاف ورزۍ سربیره له وسله والو ترهګرو سره  مرسته کول او د سورې په خاوره کښې د ټروریستانو د پیاوړي کولو او ساتلو لپاره هڅه ده چې په عمل کښې د ټولې سیمې امنیت ته ګواښ کوي.