-
د ایران په سرحدونو کښې مانوره یوه حاکمیتي موضوع ده
Sep 28, 2021 11:29زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې په شمال لویدیځو سرحدي سیمو کښې د مانورې ترسره کول یوه(۱) حاکمیتي موضوع ده چې د ټولې سیمې د ارامښت او د ثبات لپاره ترسره کیږي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به خپلو سرحدونو ته نږدې د صهیونیسټ رژیم شتون ونه زغمي او د خپل امنیت لپاره به هر اقدام چې ضروري وګڼي ترسره کړي .
-
د افغانستان طالبانو د اسحاق زي د وینا د لغو کیدا هرکلی وکړ
Sep 28, 2021 11:16اوا خبري اژانس وايي طالبانو د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د افغانستان د پخواني حکومت د استازي د وینا په لغو کیدا خوښي څرګنده کړه .
-
د محمد ظاهر د وخت اساسي قانون به په موقت ډول نافذ شي
Sep 28, 2021 10:37زمونږ خبریال وايي د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر مولوي عبد الحکیم شرعي ویلي د پخواني پاچا محمد ظاهر د واکمنۍ د مهال اساسي قانون به له یو لړ تعدیلونو سره د لنډمهالې دورې د اساسي قانون په توګه نافذ شي.
-
طالبانو د ږیرو په خریلو بندیز ولګاوه
Sep 28, 2021 10:13زمونږ خبریال وایي طالبانو د افغانستان په هلمند او کابل ولایتونو کښې د خلکو د ږیرو په خریلو بندیز ولګاوه او نایانو ته یې خبرداری ورکړی دی که چیرې دوې د خلکو د ږیرو د خریلو په وخت ونیول شو نو سزا به ورکړل شي .
-
نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې د طالبانو او داعش لخوا د بشر ضد جرمونو څېړنه کوي
Sep 28, 2021 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی نړیوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د بشر ضد او جنګي جرمونو څېړنه له سره پیلوي.
-
د کرج ودانۍ ته د لاسرسي مخنیوی د سیف ګارډ خلاف ورزۍ نه ده
Sep 28, 2021 09:07فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف وویل د ایران د کرج ودانۍ ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو د لاسرسي مخه نیول د سیف ګارډ خلاف ورزۍ نه ګڼل کیږي .
-
د ترکیې ولسمشر د افغانستان د طالبانو لپاره شرط ټاکلی
Sep 28, 2021 08:09ایسنا خبري اژانس وايي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابل د هوايي ډګر د ساتلو لپاره له طالبانو ډلې سره ملګرتیا کول په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له جوړیدا سره مشروطه کړل .
-
د بریتانیا پوځ د پیټرولو له کمښت سره د مقابلې لپاره تیارسی شوی
Sep 28, 2021 07:59فارس خبري اژانس راپور ورکړی د بریتانیا پوځ په هیواد کښې د پیټرولو او د سونګو د کمښت له کړکیچ وروسته له هرډول احتمالي ناکرارۍ سره د مقابلې لپاره تیارسی شوی .
-
د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ او د لوېدیځو زیاته غوښتنو ته د ایران ځواب
Sep 28, 2021 03:52په ویانا کې د ایران استازی ټینګار وکړ چي لوېدیځ هیوادونه او د ایټمي انرجیو نړیوالي ایجنسۍ نه شي کولای هم د اسرائیل د ترهګریزو اقداماتو په وړاندې چوپه پاتي شي او هم د ایران له ایټمي تاسیساتو د څار د دوام غوښتونکي ووسي.
-
د افغانستان سفیر په ملګرو ملتونو کې له خبرو ډډه وکړه
Sep 28, 2021 03:49د ملګرو ملتونو ویندویې اعلان وکړ چي د افغانستان د مخکنی دولت سفیر او استازی غلام اسحاق زی د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب له خبری کولو انکار وکړ.