-
د یمن ولس د امریکا پروژه نه مني
Sep 22, 2021 13:06المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن خلک هیڅکله د امریکا پروژه نه مني وویل د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې انقلاب له فلسطین سره د پیوستون په خاطر صهیونیسټي دښمن ځورولی دی .
-
د امریکا د فرانسې د جرمني او د بریتانیا غونډه لغو شوه
Sep 22, 2021 11:43زمونږ خبریال وايي د امریکا د خارجه وزارت لوړرتبه چارواکو وویل په نیویارک کښې د ملګروملتونو په مرکز کښې د امریکا د فرانسې د جرمني او د بریتانیا د مشرانو ترمینځ ننۍ غونډه نه ترسره کیږي .
-
د روسیې استازي د طالبانو له استازیو سره کتلي
Sep 22, 2021 11:36زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف د طالبانو له استازیو سره کتنه او د افغانستان د حالاتو په هکله یې ورسره خبرې وکړې .
-
د امریکا د انګلستان او د اسټرالیا هدف له چین او روسیې سره مقابله کول دي
Sep 22, 2021 10:58فارس خبري اژانس وايي د روسیې د امنیت شورا مشر نیکلای پاتروشیف خبرداری ورکړ د امریکا د بریتانیا او د اسټرالیا وروستی پوځي تړون په چین سربیره د روسیې پرضد غلیمانه اقدام دی .
-
د افغانستان بیا رغونه د امریکا پرغاړه ده
Sep 22, 2021 10:24زمونږ خبریال وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا د افغانستان د بیارغونې مسولیت د امریکا او د هغې د ملګرو پرغاړه وباله .
-
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان حالات کړکیچن وبلل
Sep 22, 2021 09:52زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کښې د انساني حالت د خرابیدا په اړه خبرداری ورکړ .
-
دښمنان د ایران د سترملت دعزت په مقابل کې ناکام دي
Sep 22, 2021 03:57د ۱۳۵۹لمریز کال د وږي د میاشتې په یودیرشمه نیټه چې د ۱۹۸۰میلادی کال دستمبر له دوویشتمې نیټې سره برابره ده ، دعراق د وخت صدام دیکتاتور تیریګر پوځ د ایران په ضد دهرډول جنګي ماډرن تجهیزاتو پّ کارولو سره پراخ یرغلونه پیل کړل . د وږي دمیاشتې یودیرشمه نیټه دایران په کال هینداره کې د سپيڅلي دفاع د اونۍ پیل دی
-
د ایران سیاست د سیمې د درستو هیوادونود مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي
Sep 22, 2021 01:21سید ابراهیم ریئسي روښانه کړه ، دایران اسلامی جمهوریت وړاندیز کوي ، چې د انساني مسئلو په توګه د سلامتیا او ژواک چاپیریلا د دوو مقولو په معرفي کولو سره ، ددغو دوو مقولو دتامین په کړۍ کې خنډ اچول او هرډول بندیز ممنوع اعلان شي .
-
د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کښې بیړه نشته
Sep 21, 2021 11:23زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل د افغانستان د طالبانو نوي مشران باید پوه شي که چیرې دوې په رسمیت پیژندل او د جنګ ځپلي هیواد د بیا رغونې لپاره مرستې غواړي نو دوې باید ډیر حساس ووسي او نړیوالو قوانینو او نظرونو ته زیات پام ولري .
-
د ایران پوځ له تپلي جنګ څخه زیاتې تجربې ترلاسه کړي دي
Sep 21, 2021 09:07زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د سپیڅلي دفاع د اوه څلویښتمې (۴۷) کلیزې په مناسبت د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له ویاړ څخه ډکې کارنامې ته کتنه ښيي چې د هیواد د وسونو او د پرمختګونو مهمه برخه د تپلي جنګ په تجربو کښې جرړه لري .