د یمن ولس د امریکا پروژه نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i105974-د_یمن_ولس_د_امریکا_پروژه_نه_مني
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن خلک هیڅکله د امریکا پروژه نه مني وویل د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې انقلاب له فلسطین سره د پیوستون په خاطر صهیونیسټي دښمن ځورولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2021 13:06 Asia/Kabul
  • د یمن ولس  د امریکا پروژه نه مني

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن خلک هیڅکله د امریکا پروژه نه مني وویل د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې انقلاب له فلسطین سره د پیوستون په خاطر صهیونیسټي دښمن ځورولی دی .

هغه د یمن د انقلاب د اومې (۷) کلیزې په مناسبت په وینا کښې وویل د یمن ملت به د خپل د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې (۲۱)نیټې د انقلاب په دوام کښې هماغه راز د تیریګرو په وړاندې مقاومت وکړي .

عبدالعزیز بن حبتور وویل که چیرې د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې انقلاب نه کیدلی دښمن د الحدیده بندر او هوايي ډګر نه بندوه او مرکزي بانک یې عدن ته نه انتقالوه او په نتیجه کښې د یمن ملت کلابند نه کیده .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور دې ته په اشارې سره چې د دغه هیواد انقلاب د هیڅ چا پرضد نه دی او له چا انتقام نه اخلي وویل داسی ملت چې توانیدلی دی اوه (۷) کاله مقاومت وکړي له تیریګرۍ سره د مقابلې لپاره به نور اوه (۷) کاله مقاومت وکړي .

دغه راز د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط وویل د سپتمبر د میاشتې د یویشتمې (۲۱) نیټې انقلاب یو(۱) ملي ضرورت او د انساني او ولسي اړتیا وه او د یمن د ملت د حقوقو تر بشپړه سپارل کیدا او د خپلواکۍ تر تحقق پورې دغه انقلاب دوام لري .