-
د حج په مناسبت د رهبری د ستر مقام پیغام/ دغه هم یوه تېرېدونکې ازموینه ده
Jul 20, 2021 03:10معظم رهبر د حج په مناسبت په خپل پیغام کې د اسلامي نړۍ ستونزو ته په اشارې سره، د مقاومت د ډلو پاڅون او ویښتیا په فلسطین، یمن او عراق کې د اسلامي سیمو له هیله بخښونکو حقیقتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چي په اسلامي هیوادونو کې د مجاهدت لومړی اثر د امریکې او د نورو زورویونکو د شرارتونو او لاسوهنو مخنیوی دی.
-
له څلورو خارجه وزیرانو سره د ظریف صلاح مشورې
Jul 20, 2021 09:32د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان، ترکیې، عمان او جنوبي افریقې له خارجه وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې
-
د کابل د نننیو راکټي بریدونو په تړاو پلټنې روانې دي
Jul 20, 2021 09:15د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسئولان وایي، پر کابل ښار د نننیو توغندیزو بریدونو د عاملینو د نیولو عملیات او اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل شوي.
-
د پنځو زرو طالب بندیانو خلاصول تیروتنه وه
Jul 20, 2021 07:45د افغانستان ولسمشر په کابل باندې د راکټي بریدونو په غندولو سره، د طالب ډلې د کابو پنځو زرو قیدیانو آزادول غلطي وبلله.
-
د افغانستان د کړکیچ اصلي لامل امریکا ده
Jul 20, 2021 11:08د تبیان په نامه د ټولنیزو او کلتوري فعالیتو د مرکز او د آوا خبري آژانس مشر، امریکا د افغانستان د روان کړکیچ اصلي وجه او لامل وبلله
-
د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست هېوادوالو ته جدي خبردارے ورکړ
Jul 20, 2021 03:06د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د اختر په مناسبت په یو ویډیویي پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې په اختر کې له ګرځېدو او اختر مبارکۍ لپاره د یو بل کورونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۳۳ طالبان وژل شوي
Jul 20, 2021 03:03د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګڼو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
-
طالبان باید په دې اختر کې د تل لپاره وسله پر زمکه کېږدي
Jul 20, 2021 02:50نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د درولو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د اختر د را رسېدو په مناسبت خپله وسله د تل لپاره پر ځمکه کېږدي او په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.
-
د عراق په صدر ښارګي کښې چاودنې درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه
Jul 20, 2021 01:38عراقي سرچينو پرون مازيګر د عراق د پائتخت بغداد د صدر ښارګي په بازار کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه د ۲۹ تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.
-
امريکه په افغانستان کښې د ناامنۍ عامله ده
Jul 20, 2021 00:42د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر مرستيال وويل: امريکنيان په افغانسان کښې ناامني غواړي، خو داسې ښئي چې د هغوي وتنه په افغانستان کښې د جنګ او ناامنۍ سبب شوې ده.