د کابل د نننیو راکټي بریدونو په تړاو پلټنې روانې دي
-
فایل فوټو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسئولان وایي، پر کابل ښار د نننیو توغندیزو بریدونو د عاملینو د نیولو عملیات او اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسئولان وایي، پر کابل ښار د نننیو توغندیزو بریدونو د عاملینو د نیولو عملیات او اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې درې توغندي پر کابل ښار توغول شوي، چې یو یې د بهرنیو چارو وزارت، بل د عیدګا جومات او بل هم له حضوري چمن سره نږدې لګېدلي دي او تلفات نه لري.
یاد وزارت دغه عمل په کلکو ټکو غندلی او په وینایې هغه سیمه کشف شوې، چې توغندي ترې توغول شوي دي.
د ستانکزي په خبره افغان کشفي او امنیتي ارګانونو څېړنې پيل کړي او ژر به یې عاملین ونیسي.
دغه توغندي بریدونه هغه مهال وشول.چې په ارګ کې د اختر لمونځ روان و او په دې مراسمو کې د ولسمشر غني او پخواني ولسمشرحامد کرزي په ګډون ګڼو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
بریدونه په مراسمو کې د ځنډ سبب نه شول، خو ولسمشر وروسته په خپله وینا کې دا عمل له شرم ډک وباله.