-
امریکا د سپتمبر پیښه په اسلام باندې د برید لپاره لاسوند وګرځوه
Jun 04, 2021 01:18زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت عمومي منشي عبدالمالک الحوثي ټینګار وکړ د سپتمبر د یولسمې (۱۱) نیټې له حملو وروسته امریکا په بې ساري ډول په اسلامي امت باندې د ګوزار کولو په لړ کښې حرکت وکړ او په هغوې رژیمونو باندې یې چې د واشنګټن ګټې یې تامینولې بسنه ونکړه .
-
یواړخیزه بندیزونه د بشریت پرضد جنایت دی
Jun 04, 2021 00:48ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د بایکاټ په شان یواړخیزه زور ویونکي اقدامات غیر قانوني ، غیر اخلاقي او انساني ضده وبلل او هغه یې د بشریت پرضد جنایت او د جنګي جنایت مصداق وبلل .
-
په کابل کښې بم چاودنو اته کسان وژلي دي
Jun 04, 2021 00:10ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان پولیسو وویل چې د کابل ښار په لویدیځ کښې په دوو (۲) جلا جلا بم چاودنو کښې اته(۸) کسان مړه او څه د پاسه پینځه (۵)نور ژوبل شوي دي .
-
یرغلګرو د افغانستان د لویدیځ د علماوو د شورا مرستیال وواژه
Jun 03, 2021 08:38په افغانستان کې د هدفي وژنو د بهیر په دوام کې دا ځلي بیا یو دینی عالم په هرات ولایت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
-
هرات ولایت ته د ایران تلونکې برېښنا سبا جمعه د تخنیکي ستونزو له امله غوڅیږي
Jun 03, 2021 08:34زمونږ د خبریال د راپور له مخې د هرات د برېښنا ادارې وویل چې هرات ته له تربت جام څخه تلونکې د بریښنا دوه کرښې به د جوړېدو په وجه سبا له سهار اوو څخه د مازیګر تر پینځو بجو پورې غوڅې وې.
-
د برجام یا ایټمي موافقې غړي او امریکایان باید اوس فیصله وکړي
Jun 03, 2021 08:31د ایران د ایټمي مرکچي پلاوي مشر سید عباس عراقچي بېګا په ویانان کې د برجام د ګډ کمېسیون د مذاکراتو د پینځم پړاو له ختمېدو وروسته په دې بیان سره چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو ممکن، اخري پړاو وي وویل: ایټمي موافقې ته د امریکا ستنېدل، د هغوي د دروغ رښتیا معلومول او له هغې وروسته په برجام کې خپلو ژمنو ته د ایران ستنېدل، باید په داسې شکل چې دواړه لوري پرې سلا وي او د ایران ګټې هم خوندي کړي، اجرایي شي.
-
د نتانیاهو ناکامي، بنت او لاپید د کابینې په جوړولو بریالي شول
Jun 03, 2021 08:27د صهیونیستي رژیم سرچینو اعلان وکړ چي د نتانیاهو مخالفینو د یائیر لاپید په مشری د کابینی د جوړلو لپاره مفاهمه تر لاسه کړې، او ډیر ژر به د کابینی د غړو نومونه د دې رژیم رئیس ته واستول شي.
-
امام خمینی (ره) په اسلامي نړۍ کې یو نوې ښکارنده یې مطرح کړه
Jun 03, 2021 08:24په لبنان کې د مقاومت د علماو د نړیوالي اتحادیې مشر وویل: امام خمینی ره په ایران کې د اسلامي غورځنګ له پیل څخه د اسلامي نړۍ موضوعاتو په تېره بیا د فلسطین مسالې ته ځانګړې نظر درلود.
-
په نړۍ کې په ازادی غواړو او اسلامي ویښتیا باندې د حضرت امام خمینی ره د مفکورې اثرات
Jun 03, 2021 08:21په افغانستان کې د تبیان د علمي او فرهنګي مرکز مشر وویل: په تېرو څلورو لسیزو کې د نړۍ په کچه کې کومه اسلامي ویښتیا، ازادي غواړي او اسلامي مبارزې چي تر سره شوي د حضرت امام خمینی ره له خوځښت او مفکورې څخه سرچینه اخیستې ده.
-
په امریکې کې د سپین پوستو له ښي پالو ترهګري ډلو څخه د بایډن اندیښنې
Jun 02, 2021 12:15د امریکې ولسمشر جوبایډن د اوکلاهما په تولسا ښار کې د تورپوستو د عام وژنې په سلمه کلیزه کې د سپین پوستو د بره ګڼل ټروریسم د امریکې په وړاندې تر ټولو وژونکې ګواښ وباله، بایډن د امریکې د لومړي ولسمشر په توګه د سې شنبې په ورځ له دې ځایه څخه لیدنه وکړه چي په ۱۹۲۱ کې سپین پوستو بره غواړې ډلو په سلګونو تورپوستان یې وواژه او په زرګونو نوریې بندیان کړ. هغه په دغه لیدنه کې په امریکې کې د توکم پاله مفکوري د پاتی شوني په اړه خبرداری ورکړ.