-
پاکستان لاهم د افغانستاني کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي
Feb 03, 2024 09:12د طالبانو د کډوالو وزارت د افغان کډوالو خلاف د پاکستان د غلیمانه سیاست او د هغوي د استلو د دوام خبر ورکړی دی.
-
امریکې په عراق او سوریې کښې ۸۵ اهداف په نښه کړي دي
Feb 03, 2024 09:00امریکايي رسنیو د سوریې په ختیځ کښې په یوشمیر سنګرونو باندې د دغه هیواد د بریدونو د پیلیدو ادعا کړې ده.
-
ملګرو ملتو له ۶ میلیونه افغانانو سره نغدې مرستې کړې دي
Feb 03, 2024 08:52ډبلیو ایف پي وايي چې تېر کال څه دپاسه شپږ ميليونو کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
-
د مازندران په بندرونو کې د ایران او قزاقستان ګډه پانګونه
Feb 03, 2024 03:00د مازندران ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ دفتر عمومي مدیر د مازندران په بندرونو کې له قزاقستان سره د ګډې پانګونې خبر ورکړ.
-
میدان وردګو کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان دي
Feb 03, 2024 01:39د افغانستان د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ مسئولانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت اړوند د کابل-کندهار پر لویې لارې ټرافیکي پېښه شوې، چې له امله یې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
-
په کابل کې د ځمکې لاندې د یوه مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې
Feb 03, 2024 01:28کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لارې څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د یوه مارکیټ جوړولو چارې پيل کړې.
-
په افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله پټنځایونه نه لري او دا د نړیوالو بې ځایه تبلیغات دي
Feb 02, 2024 02:23د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امنیت شورا وروستی راپور ردوي او وايي، طالبان په ټول افغانستان کې بشپړ واک لري او په دې هېواد کې د هېڅ ترهګرې ډلې پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړیوالو بېځایه تبلیغات دي.
-
طالبان دې په سمدستي ډول د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام واخلي
Feb 02, 2024 01:38د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي چې طالبان دې په سمدستي او اغېزناکه توګه د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اقدام وکړي.
-
درې ټاپوګان د ایران نه بېلېدونکې برخه ده
Feb 02, 2024 01:13د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیان سره چې درې ټاپوګان د اسلامي جمهوریت نه بېلېدونکې برخه ده وویل: د فارس خلیج د سیمې هېوادونه په دې پوهېږي چې په سیمه کې د ایران شتون، امنیت جوړوونکی دی او د امریکې او بهرنیانو شتون، د دې سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.
-
د ایران او عربستان خارجه وزیرانو د غزې په هکله خبرې اترې وکړې
Feb 01, 2024 04:16د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د غزې د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.