-
ملګري ملتونه :د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو کې نجونې او ښځې تر نورو زیاتې زیانمنې شوي
Jun 12, 2026 12:37ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې نجونې او ښځې ترنورو زیاتې زیانمنې شوي دي.
-
له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ افغان بندیان لېږدول شوي
Jun 12, 2026 05:31افغانستان او ایران د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.
-
ذبیحالله مجاهد: د پاکستان په بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي دي
Jun 10, 2026 07:46د طالبانو ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي.
-
جهانشاهي: د دښمن هر ډول ګواښ ته د پرېکنده ځواب لپاره لا په ماشه یو
Jun 10, 2026 06:41پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان د دې هېواد پر پولو د مېشتو ځواکونو پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قطعات په بشپړې هوښیارۍ او لوړې عملیاتي چمتووالي سره د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي او پرېکنده ځواب ورکولو ته چمتو دي.
-
د افغانستان په سوېل او ختیځ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شول
Jun 10, 2026 06:34رسنیو د چهارشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې راپور ورکړی چې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په سوېلي او ختیځو سیمو کې پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
-
حامد کرزی: افغان مېرمنې دې په عزت او درناوي په خپل هېواد کې ژوند وکړي
Jun 10, 2026 06:31د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې وروستیو پېښو ته په غبرګون کې ویلي چې ټول افغانان په ځانګړې توګه د ښځو عزت او احترام دې په ځای وي او په خپل هېواد کې دې د باوقاره ژوند شرایط ورته برابر شي.
-
په پکتیکا کې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
Jun 10, 2026 06:29د افغانستان د پکتیکا امنیې قوماندانۍ ویلي چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان شوي دي.
-
سږ کال افغانستان کې ۷۵ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي
Jun 08, 2026 13:31له پېښو سره د مبارزې د افغانستان د چمتوالي ملي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دا مهاله په دې هېواد کې ۷۵ کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
-
یوه ازبکستاني شرکت، روسیې او اروپا ته د افغانستان د تازه مېوو صادرولو ته چمتووالی وښود
Jun 08, 2026 13:28یو ازبکستاني کرنیز شرکت چمتو دی چې هر کال دوه زره ټنه د افغانستان مېوې اروپایي هېوادونو، ازبکستان او روسیې ته صادرې کړي.
-
په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
Jun 08, 2026 06:26د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.