-
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 09:32طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
-
ایران ګام په ګام سیمه له ترهګرو پاکه کړه
Dec 25, 2024 08:13د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علي لاریجاني پرون وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، ډېر بدلونونه وشول، لکه تپل شوې جګړه، د امریکا لخوا د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو ۳۳ ورځنی جنګ، په سوریه کې جګړه، په سیمه کې د داعش حضور او په یمن کې جګړه؛ خو ایران د انقلاب د رهبر په هوښیارانه رهبرۍ او د شهید جنرال قاسم سلیماني په حضور سره، ګام په ګام سیمه د ترهګرو له ناوړه وجوده پاکه کړه.
-
په ځمکې، سمندر او هوا کې هېڅ ځواک پر سپاه پاسداران باندې د برلاسي کېدو توان نه لري
Dec 24, 2024 04:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان پر دې خبرې په ټینګار سره چې، په نړۍ کې هېڅ قدرت نشته چې په ځمکه ، سمندر او هوا کې د سپاه پاسداران پر ځواک برلاسی شي وویل : د ایران د اسلامي جمهوریت ځواک له سرحدونو بهر وتلی دی.
-
افغانستان کې د تېر حکومت څه باندې ۱۱ زره پوځیان مړه او بندیان شوي دي
Dec 24, 2024 03:01په افغانستان کې د مخکیني جمهوري نظام د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې، طالبانو د خپل حکومت په درې کلنه دوره کې له ۳۴۰۰ څخه ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او موموز ډول وژلي دي.
-
له بشار الاسد څخه د اسماء الاسد طلاق اخیستو خبرونه حقیقت نه لري
Dec 24, 2024 02:55د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ هغه خبرونه رد کړل، چې ویل شوي وو، د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد مېرمن اسماء الاسد له هغه څخه د طلاق اخیستنې په موخه د روسیې په محکمه کې وړاندیز ورکړی.
-
ایران په جرمني کې تاؤتریخجن اقدام په سخته محکوم کړ
Dec 22, 2024 02:34د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د جرمني په ماګدبرګ ښار کې په ګاډي سره تاؤتریخجنه حمله په سخته محکومه کړه.
-
د سوریې د زیربناوو د ویجاړولو لپاره زمینه برابروونکي باید حساب ورکړي
Dec 21, 2024 02:48د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: هغو کسانو چې د سوریې د بنسټیزو تاسیساتو د ړنګېدو زمینه برابره کړه او د امریکا او صهیونیسټي رژیم د فکر په کوټې کې لاس وو، باید د مسلمانانو او خپلو ولسونو پر وړاندې حساب ورکړي.
-
ترکیه په سوریه کې د ثبات د رامنځته کولو هڅې کوي
Dec 20, 2024 02:25د ترکیې ولسمشر په سوریه کې د یووالي او ثبات په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره د انقرې د چمتووالي خبره کړې ده.
-
د ایران ولسمشر د اسلامي هېوادونو پر څو اړخیزه ملګرتیا ټینګار وکړ
Dec 19, 2024 13:52د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ډي آته هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د اسلامي هېوادونو پر څو اړخیزه ملګرتیا او څو اړخیزتوب په لور پر حرکت ټینګار وکړ.
-
د سوریې راتلونکی باید له بهرنۍ مداخلې پرته وټاکل شي
Dec 18, 2024 10:56په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: د سوریې راتلونکی باید یوازې د دغه هېواد د خلکو له خوا پرته له بهرنۍ لاسوهنې او تحمیل څخه وټاکل شي.