-
افغانستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله وغندله
Feb 06, 2026 23:39زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت د پاکستان د اسلام اباد په «ترلایي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د یوه ترهګر لخوا چې د خیبر پښتونخوا سیمې وسیدونکی دی حمله وغندله او د لمونځ ګزارو د شهادت او د ژوبلیدا په هکله یې غمرازي څرګنده کړه.
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.
-
درانی: په بلوچستان کې تاوتریخوالی اندېښمنوونکی دی او حکومت دې د خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي
Feb 06, 2026 02:28د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې په بلوچستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او دولت هم مسئولیت او هم حق لري چې له خپلو اوسېدونکو ساتنه وکړي او نظم ټينګ کړي.
-
خبرونه/ ایران د «سانټري فیوژ» کمپرسورونو د جوړولو خاوند شو/له اسټارلینک څخه د ترهګرو ډلو استفاده
Feb 05, 2026 06:49پارس ټوډی- ایران د «سانټري فیوژ» کمپرسورونو په جوړولو سره د لوړ فشار د کمپرسورونو په طراحۍ کولو او جوړولو کښې د رفرنس هیوادونو په ټول کښې شامل شو.
-
یونیسف: د بلوچستان د وروستیو بریدونو په قربانیانو کې ماشومان هم شته
Feb 04, 2026 04:01د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونیسف) ویلي چې د بلوچستان په وروستیو بریدونو کې ځینو ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې او دا بنسټ له دې کبله اندېښمن دی.
-
د ترکیې او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو سره د عراقچي ټلفوني خبرې
Feb 04, 2026 03:45د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني، پرون ماښام په یوه ټلفوني تماس کې د سیمې د وروستیو پیښو په اړه خبرې وکړې او نظرونه یې تبادله کړل.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
Feb 01, 2026 09:46د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
عراق ته د امریکا عسکر ورغلي خو نهايي مقصد یې نه دی معلوم
Feb 01, 2026 01:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو پرون یوشمیر انځورونه خپاره کړل چې پکښې د امریکا یو ستر پوځي کاروان له سوریې سره د عراق د شمالي سرحد له لارې عراق ته ورننوتلی دی او د دغه کاروان نهايي مقصد تراوسه معلوم نه دی.
-
د پاکستان په بلوچستان کښې ګڼ شمیر کسان وژل شوي
Jan 31, 2026 22:53زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کښې په تیرو دوو ورځو کښې د فتنه الهندوستان ډلو یوسل درې دیرش ټروریسټان هلاک شوي او اتلس عادي خلک او پینځلس حکومتي عسکر وژل شوي دي.