د پاکستان په بلوچستان کښې ګڼ شمیر کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170218-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_ګڼ_شمیر_کسان_وژل_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کښې په تیرو دوو ورځو کښې د فتنه الهندوستان ډلو یوسل درې دیرش ټروریسټان هلاک شوي او اتلس عادي خلک او پینځلس حکومتي عسکر وژل شوي دي.
(last modified 2026-01-31T22:04:13+00:00 )
Feb 01, 2026 02:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې ګڼ شمیر کسان وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کښې په تیرو دوو ورځو کښې د فتنه الهندوستان ډلو یوسل درې دیرش ټروریسټان هلاک شوي او اتلس عادي خلک او پینځلس حکومتي عسکر وژل شوي دي.

بلوچستان صوبې کښې امنیتي ځواکونو په دوو ورځو کښې د فتنه الهندوستان ډلو یوسل درې دیرش غړي هلاک کړي او د ټروریسټانو په حملو کښې هم اتلس عادي خلک او پينځلس حکومتي عسکر وژل شوي.

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر ايي ایس پي ار(ISPR) په یوې بیانیې کښې وویل چې د فتنه الهندوستان ډلو ټروریسټانو په بلوچستان صوبې کښې د امنیت د خرابولو هڅه وکړه او هغوې پرون د بلوچستان صوبې په بیلابیلو ښارونو کښې ترهګر اقدامات ترسره کړل.

دغه دفتر وویل ټروریسټانو د بلوچستان صوبې په کویټه ،مستونګ، نوشکي، دالبندین او خاران کښې ورانکار اقدامات وکړل.

د پاکستان حکومت په بلوچستان کې ټول توندلارې او بېلتون‌پالې ډلې د "فتنه الهندوستان" په نامه یادوي، د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د بلوڅ اورپکو تر شا د هندوستان لاس دی،‌ خو هند تل د هغوی د ملاتړ ادعا رد کړې ده.