-
په غزه کې ظلم او وحشت له تصوره بهر دی / نړیواله ټولنه باید خپل مسئولیت ادا کړي
Jun 06, 2025 03:39پارس ټوډې - په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د ظالمانه یرغل د دوام امله، د الازهر لوی امام له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې جنایتونو د سمدستي بندولو لپاره پر خپلو مسئولیتونو عمل وکړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د غني کولو په ردولو سره به، هېڅ موافقه نه وي
Jun 05, 2025 04:18پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، پر دې اصل باندې په بیاځلي ټینګار سره چې د ایران د غني کولو په ردولو سره به، هېڅ موافقه نه وي، مګر د اټومي وسلو د ردولو په هدف سره یوه موافقه ممکنه ده، وویل: په هېڅ شرایطو کې به موږ هغه وطنپالان مایوسه نه کړو چې زموږ وړتیاوې یې چمتو کړې دي.
-
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر: په قوت سره خپل اټومي پروګرام پرمخ بیایو
Jun 05, 2025 04:15پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سازمان مشر په یوه بیانیه کې له ټولو سیاسي فشارونو سره سره، د اټومي صنعت د پرمختګ پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: په ټینګ ایمان، انقلابي روحیې او د زړه له تله باور سره، د اټومي صنعت د پرمختګ لاره به په قوت او ځواک سره پرمخ بوځو.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د سیمه ایزې سولې لپاره له ایران سره یو شان نظر لرو
Jun 05, 2025 02:53پارس ټوډې - تهران ته د شهباز شریف د وروستي سفر او د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنو پر لاسته راوړنو د باور په څرګندولو سره، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تهران او اسلام آباد د دوه اړخیزو همکاریو د ودې لپاره، په ځانګړې توګه د سیمه ایزې سولې او امنیت د رامنځته کولو لپاره یو شان دریځونه لري.
-
قالیباف د ایران او وینزویلا ترمنځ د ستراتیژیک اتحاد پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Jun 04, 2025 03:39پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مشر د تهران او کاراکاس ترمنځ د ۷۵ کلونو ډیپلوماتیکو اړیکو او د امریکا د یو اړخیزتوب پر وړاندې ګډې مبارزې ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک اتحاد پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
کرملین: ټول هېوادونه د سوله ایز اټومي پروګرام حق لري
Jun 04, 2025 02:59پارس ټوډې - د کرملین ویاند په ایران کې د یورانیمو غني کولو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه د سوله ایزو اټومي انرژۍ پروګرامونو حق لري.
-
د ایران د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د تلین په مناسبت زموږ تسلیت ومنئ
Jun 04, 2025 02:47نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولې څوارلسمه (د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې له ۸مې او د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون له څلورمې نېټې سره برابره ده) د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د رحلت له تلین سره سمون لري.
-
په تهران او واشنګټن کې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره اړینه سیاسي اراده شتون لري
Jun 03, 2025 02:52پارس ټوډې - د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مدیر پر دې باندې په ټینګار سره چې "د ایران او امریکا ترمنځ یوې موافقې ته د رسېدو لپاره په دواړو خواوو کې اړینه سیاسي اراده شتون لري،" ویې ویل: "شفافیت د دې موافقې یو اړین عنصر دی.
-
د ایران قدرت د امام خمیني (ره) پوروړی دی
Jun 03, 2025 02:49پارس ټوډې - د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشر، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي امام خمیني (ره) ساده ژوند کول د نړۍ له واکمنانو سره د هغه د توپیر ځانګړتیا وګڼله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د نن ورځې قدرت د امام خمیني (ره) د زړورې رهبرۍ پوروړی دی.
-
سینما| په آسیایي او اروپایي فسټیوالونو کې د ایران سینمايي محصولات ؛ پر اسرائیلي رژیم د کیر سټارمر په ګډون د ۳۰۰ برتانوي هنرمندانو نیوکه
Jun 02, 2025 10:41پارس ټوډې - ایراني سریال " در انتهای شب" په هسپانیه کې د "سینما جوو" په فسټیوال کې سیالي کوي.