آیا صهیونیسټي پوځیان په یوازې توګه په غزه کې جنایتونه کوي؟
پارس ټوډې - د بشري حقونو د څار سازمان منلې چې د اسرائیلي رژیم پوځ په غزه کې د خلکو پر وړاندې د جنایتونو په ترسره کولو کې یوازې نه دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د بشري حقونو د څار سازمان «هیومنرایتسواچ» راپور ورکړی چې د اسرائیلو پوځ په غزه کې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو کې یوازې نه دی، بلکې راپورونه د غزې په پوځي عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو ګډون هم تاییدوي.
دې نړیوالې ادارې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د امریکا د پوځ غړي ممکن له اسرائیلي ځواکونو سره د غزې په جنګي جنایتونو کې د ګډون له امله، له قانوني مسئولیت سره مخ شي.
د هیومنرایتسواچ د واشنګټن د دفتر مشرې «ساره یاجر» ویلي: په پوځي عملیاتو کې له اسرائیلي ځواکونو سره د امریکایي ځواکونو مستقیم ګډون په دې مانا دی چې امریکا د نړیوالو قوانینو له مخې د غزې په وسله والې شخړې کې یو اړخ دی او وو.
«یاجر» زیاته کړې: نړیوال قوانین هغه دولت چې په آګاهانه ډول له بل دولت سره د جنګي قوانینو د جدي سرغړونو او نورو ناوړه ګټو اخیستنو په ترسره کولو کې مرسته کوي مسئول بولي او په جرم کې شریک ګڼي. د امریکا خلک باید پوه شي چې هغه امریکایي وسلې چې اسرائیلو ته ورکول کېږي، په مستقیم ډول په غزه کې جنایتونه ممکنوي او امریکا په ژوره توګه د جنګي قوانینو په سرغړونو کې چې د هیومنرایتسواچ او نورو لخوا مستند شوي دي، ښکېلوي.
د دې راپور له مخې، امریکایي چارواکو منلې چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د جګړې له پیل راهیسې، امریکا اسرائیلو ته هغه معلومات چې د غزې په ځینو ځایونو کې د نښه کولو لپاره کارول کېږي، ورکړي او همدارنګه یې د حماس د مشرانو د نښه کولو لپاره له اسرائیلي ځواکونو سره پراخه همغږي، پلان جوړونه او د استخباراتي معلوماتو راټولول ترسره کړي دي.
دا راپور د جوبایډن او کارولین لویت (د ټرمپ د وخت د سپینې ماڼۍ ویاندې) په ګډون د امریکایي چارواکو هغو څرګندونو ته چې د اسرائیلو د بریدونو په اړه یې له سپینې ماڼۍ سره سلا مشورې ته اشاره کړې، استناد کوي.
د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې، د امریکا پخواني ولسمشر جوبایدن وویل: ما خپلو ځانګړو عملیاتي ځواکونو او استخباراتي کارپوهانو ته امر کړی چې له خپلو اسرائیلي همکارانو سره یوځای د «یحیی سنوار» او نورو حماس مشرانو موندلو لپاره چې په غزه کې پټ دي، همکاري وکړي. زموږ د استخباراتي مرستو په ملاتړ، اسرائیلي ځواکونو د حماس مشران له ځنډ پرته تعقیب کړي دي.
وروسته له هغې چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه اسرائیلي ځواکونو په غزې باندې خپل هوايي بریدونه بیا پیل کړل، د سپینې ماڼۍ ویاندې «کارولین لویت» په یوې رسنیزې مرکې کې وویل: د ټرمپ له دولت او سپینې ماڼۍ سره د نن شپې د اسرائیلو د غزې د بریدونو په اړه سلا مشوره شوې ده. د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په هغه شپه له ۴۰۰ څخه زیات کسان شهیدان شول، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
د بشري حقونو د څار سازمان راپور ټینګار کوي چې اسرائیلي ځواکونو د اوسني جنګ په جریان کې په غزه کې جنګي جنایتونه، د بشریت پر ضد جنایتونه او د نسل وژنې ځانګړتیاوې لرونکي عملونه ترسره کړي دي. دا هم ویل شوي چې د امریکا اوسني دولت نه یوازې د دې سرغړونو د مخنیوي لپاره فشار نه دی راوړی، بلکې د خپلو بیانونو او کړنو له لارې یې د اسرائیلي ځواکونو د غیرقانوني کړنو ملاتړ کړی یا ورسره همکاري کړې ده.
دا راپور تاییدوي چې د بایدن او هم د ټرمپ دولتونو اسرائیلو ته پراخې وسلې او امنیتي مرستې کړې دي. د نړیوال سیاست د مرکز د امنیتي مرستو د څار راپور له مخې، امریکا د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې اسرائیلو ته لږ تر لږه ۴.۱۷ میلیارده ډالره وسلې لیږدولې دي.