• په ایټالیا کښې کورونا نور کسان هم ووژل

    په ایټالیا کښې کورونا نور کسان هم ووژل

    Apr 13, 2020 01:30

    زمونږ خبریال وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د ککړیدا په دلیل د څلور سوه یودیرشو(۴۳۱) کسانو د مړینې په اعلانیدا سره په دغه هیواد کښې د دغه وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر نولس زره او اته سوه نهه نوي ته ورسید

  • په پاکستان کښې د کورونا زیات مریضان داخلي دي

    په پاکستان کښې د کورونا زیات مریضان داخلي دي

    Apr 13, 2020 01:13

    زمونږ خبریال وايي د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال ډاکټر ظفر میرزا پرون د هیواد خلکو ته ګواښ وکړ چې د کورونا ساري ناروغۍ پرضد د مخنیوي اقدامات جدي وګڼي او زیاته یې کړه په راتلونکو څو ورځوکښې چې په هیواد کښې څه رامینځته کیږي هغه به زمونږ له اقدام سره اړه ولري او ایا مونږ مخه نیونکي اقدامات ترسره کو او که نه .؟

  • د افغانستان یوه مذهبي مشر  د ایران مننه وکړه

    د افغانستان یوه مذهبي مشر د ایران مننه وکړه

    Apr 13, 2020 01:00

    اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوه (۱) مشهور شیعه عالم ایت الله محمد باقر فاضلي بهسودي په کورونا وایروس د ککړو افغان ښاریزو په مفت ډول د درملنې په خاطر د ایران داسلامي جمهوریت په تیره بیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي او د ولسمشر حسن روحاني د ښه کړچار قدرونه وکړه .

  • د ناروغ له جوړیدا وروسته هم کرونا خطر لري

    د ناروغ له جوړیدا وروسته هم کرونا خطر لري

    Apr 12, 2020 09:38

    زمونږ خبریال وايي ډاکټران او طبي کارپيژاندي وايي چې له کورونا ناروغۍ څخه د مریضانو له ښه کیدا وروسته هم دغه وایروس د ناروغانو د بدن غړو ته تاوان رسوي .

  • اشرف غني له کرونا سره په لازیاتې مبارزې ټینګار وکړ

    اشرف غني له کرونا سره په لازیاتې مبارزې ټینګار وکړ

    Apr 12, 2020 01:33

    د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په لاچټک عمل ټینګار وکړ.

  • ایران کښې د کرونا د سرالوجي کِټ د تولید وړومبنۍ لیکې کار پیل کړ

    ایران کښې د کرونا د سرالوجي کِټ د تولید وړومبنۍ لیکې کار پیل کړ

    Apr 12, 2020 00:37

    ایران کښې د کرونا د سرالوجي Serology کټ د تولید وړومنۍ لیکه په کرج ښار کښې د "پیشتاز طب زمان" Pishtaz Teb Zaman شرکت له خوا په کار واچوله شوه.

  •   په امریکا او اروپاکې دکروناویروس خوریدا تربوږنونکي حده زیاته شوي

    په امریکا او اروپاکې دکروناویروس خوریدا تربوږنونکي حده زیاته شوي

    Apr 11, 2020 02:06

    وروستي راپورونه ښئ چې په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو یو میلیون اوه لکه کسانو زیات شوی او دغه راز ددغې ناروغۍ له امله دمړو شمیر هم یولک دوه زره اته سوه څلور نوي کسانو ته رسیدلی دی چې دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .

  • په افغانستان،پاکستان او ترکیې کې هم په کرونا د ککړوشمیر زیات شوی

    په افغانستان،پاکستان او ترکیې کې هم په کرونا د ککړوشمیر زیات شوی

    Apr 11, 2020 01:52

    په تیر شواروزو کې په ترکیې کې په کروناویروس څلور زره اوه سوه اوه څلویښت کسان ککړ شوي او دغه راز په دغې مودې کې اته نوی کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیریو زر شپږو تنو ته رسیدلی دی .

  • په درست ایران کې دټولنیزواټن پرپلان دقیقه څارنه اړینه ده

    په درست ایران کې دټولنیزواټن پرپلان دقیقه څارنه اړینه ده

    Apr 11, 2020 00:10

    تر پرون پورې په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر اته شپیته زره یو سل دوه نوي کسانوته رسیدلی چې له دغو کسانو پنځه دیرش زره څلور سوه پنځه شپيته کسان له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي ، او البته له بده مرغه کابو څلور زره دوه سوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .