په درست ایران کې دټولنیزواټن پرپلان دقیقه څارنه اړینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89235-په_درست_ایران_کې_دټولنیزواټن_پرپلان_دقیقه_څارنه_اړینه_ده
تر پرون پورې په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر اته شپیته زره یو سل دوه نوي کسانوته رسیدلی چې له دغو کسانو پنځه دیرش زره څلور سوه پنځه شپيته کسان له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي ، او البته له بده مرغه کابو څلور زره دوه سوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 11, 2020 00:10 Asia/Kabul
  • په درست ایران کې دټولنیزواټن پرپلان دقیقه څارنه اړینه ده

تر پرون پورې په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر اته شپیته زره یو سل دوه نوي کسانوته رسیدلی چې له دغو کسانو پنځه دیرش زره څلور سوه پنځه شپيته کسان له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي ، او البته له بده مرغه کابو څلور زره دوه سوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د اسلامي  ایران ولسمشر حسن روحانی پرون ناوخته د روغتیائي چارو له وزیر سعید نمکي سره په ټيلیفوني تماس کې حکم ورکړی ، له کرونا سره د مبارزې دملی کمیټې د امنیتی او ټولنیزې کمیټې په ملګرتیا سره دې  د ټولنیزې  هدفمنې فاصله جوړونې  د پلان د اجرا لپاره برابر شوي مقدمات زرترزره په دقیق ډول وارزوي .

 ټاکل شوې  ده د ټولنیز  هدفمن  واټن  جوړونې پلان  نن دتهران ولایت په استثناء په درست ایران کې  اجرا شي .

په ایران کې د کرونا ویروس د  مدیّریت او مناسب کنټرول لپاره  د یوې نوي سټراټژۍ په توګه  د ټولنیزې فاصلې د پلان له اجرا وروسته ،  له کرونا سره د مقابلې  ملی کمیټې  د مخکیني پلان په ځاي د هدفمنې فاصلې برابرونې پلان راوستی ، داسې پلان چې ټاکل شوې ده ، عادي شرائطو ته د ټولنې د بیرته سوکه سوکه ستنیدا شرائط  برابر کړي .

 په دغه پلان کې ددې په ځاي چې  درست خلک  له نورو سره  فیزیکي واټن رعایت کړي ، کارکسب کونکي  کسان او د ککړیدا له نظره کم نفوسي  ډلې ټپلې وپيژندل شي  او ددغو ډلو او کسانو فعالیتونه سوکه سوکه بیرته ترسره شي  او  نور خلک  فیزیکي فاصله ساتل  هماغه راز رعایت کړي .

 دایران  دروغتیائي چارو وزارت پرون  په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د ښه کیدا دبهیر زیاتیدا او د مړو د شمیر کمیدا ته په اشارې سره  وئيلي دي ، تر  دې دمه یعنی تر پرون پورې په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر اته شپیته زره  یو سل دوه نوي کسانوته رسیدلی چې له دغو کسانو پنځه دیرش زره  څلور سوه پنځه شپيته کسان له درملنې وروسته ښه شوي  او له روغتونونو هم رخصت شوي ، او البته له بده مرغه  کابو څلور زره دوه  سوه کسانو هم  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .