-
د عراق حکومت باید د قاسم سلیماني او د المهندس د ټرور د تحقیقاتو نتیجې اعلان کړي
Jan 31, 2023 02:21المعلومه خبري سایټ راپور ورکړ د عراق د پارلمان یوه استازي فالح الخزعلي د شهید قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدي المهندس د ټرور د دوسیې په هکله شخصي تعقیبونې ته په اشارې سره وویل د بغداد حکومت ژمن دی په چټکۍ سره خپل راپور پارلمان ته وړاندې کړي.
-
تیریګرو ته د ایران ځواب پریکنده او پښیمانه کونکی دی
Jan 31, 2023 01:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د امریکا د خارجه وزیر او د ملي امنیت د شورا د سلاکار له ګواښ څخه ډکو څرګندونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب پریکنده او پیښمانه کونکی اعلان کړ.
-
د ایران او د امریکا چارواکو خبرې نه دي کړي
Jan 19, 2023 02:06زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د ایران په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي رابرټ مالي سره په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي استازي او د سفیر امیر سعید ایرواني د کتنې په هکله خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل.
-
مینځنی ختیځ ځان د سپاه پاسداران پامتداره ګڼي
Jan 19, 2023 00:29زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر نومولو کښې د بریتانیا احتمالي اقدام ته په غبرګون کښې وویل هغه هیوادونه چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې دي ځانونه د سپاه پاسداران پامتداره ګڼي.
-
د امریکا له ولسمشر د پټو سندونو پلټنه کیږي
Jan 12, 2023 12:25زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د عدلیي وزارت د جوبایډن ادارې څخه د هغه موندل شویو محرم اسنادو په اړه پلټنه کوي چې له امله یې سپینه ماڼۍ شرمنده شوې.
-
لاتیني امریکا کښې د کودتا لپاره د امریکا د ارادې په هکله د ایومورالس خبرداری:-
Jan 12, 2023 12:00د بولیویا پخواني ولسمشر ایو مورالس د لاتیني امریکا په ځینو هیوادونو کښې د وروستیو بدلونونو په هکله باوري دی چې د امریکا امپریالیزم د ځوړتیا په حال کښې دی او په همدې دلیل یې تاوتریخوالي ته مخه کړي ده او د سیمې په هیوادونو کښې د کودتاګانو د ترسره کولو په حال کښې دی.
-
د اټومي تړون په وړاندې د امریکا دوه ګوڼه او ګډوډ کړچار:-
Jan 11, 2023 12:00د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د جنورۍ د میاشتې په نهمه نیټه په یوه خبري کانفرنس کښې له اټومي تړونه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت یواړخیزه وتل په وروستیو کلونو کښې د واشنګټن د بهرني سیاست تر ټولو ستره سټراټيژیکه غلطۍ وبلله.
-
د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې دي
Jan 11, 2023 11:19زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي په دې خبرې سره چې د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې زندانیان دي وویل په امریکا کښې کابو درې لکه یو زر میرمنې په زندانونو کښې دي.
-
دښمنانان له ترکیبي جنګ او دسیسې سره سره ناکامه شول
Jan 11, 2023 09:35زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ایران د خلکو پرضد د دښمانانو ترکیبي جنګ او دسیسو ته په اشارې سره وویل له ټولو فتنه ګریو سره سره ایران سرلوړی او دښمن ناکامه شو.
-
د امریکا د ولسمشر په دفتر کښې پټ سندونه موندل شوي
Jan 11, 2023 08:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل پخواني دفتر کښې د پټو سندونو په کشفیدا باندې د حیرانتیا په ښودلو سره ادعا وکړه چې زه د دغو پټو سندونو له محتوا بې خبره یم.