د ایران او د امریکا چارواکو خبرې نه دي کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د ایران په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي رابرټ مالي سره په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي استازي او د سفیر امیر سعید ایرواني د کتنې په هکله خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل.
ځینو خبري سرچینو ادعا کړي ده چې د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي په تیرو دوو میاشتو کښې کابو درې ځله په ملګروملتونو کښې د ایران له سفیر سعید ایرواني سره کتنې کړي دي.
دغو خبري سرچینو د امریکا د خارجه وزارت د ویاند نیډ پرایس په قول وویل امریکا د ایران اسلامي جمهوریت ته د پیغامونو د استولو په حال کښې ده که څه هم د اټومي تړون احیا کول په اجنډا کښې نشته.
په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ پرون مازیګر د امریکا له لوړرتبه چارواکي رابرټ مالي سره په ملګروملتونو کښې د ایران د سفیر سعید ایرواني د کتنې په هکله خپاره شوي خبرونه غلط وبلل او ویې ویل په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر له بیلابیلو سیاسي شخصیتونو او څیرو او د پوهنتون له استادانو سره کتنې لري خو د امریکا له حکومتي چارواکو سره یې هیڅ خبرې او کتنې نه دي کړي.