-
ایران له تر ټولو بدې سناریو سره د مقابلې لپاره چمتووالی لري
Jan 24, 2026 01:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان»له ایران سره د لویدیځو هیوادونو د خبرو اترو او د ډيپلوماسۍ په حل لارې باندې ټینګار سره وویل:که چیرې تهران داسې احساس کړي چې په خبرو کښې تر کلابندۍ لاندې دی نو له تر ټولو بدې سناریو سره مقابلې کولو ته تیار دی.
-
امریکا د ایران په ارتباط په نهو کشتیو او اتو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول
Jan 24, 2026 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل چې د ایران په ارتباط په نهو کشتیانو او اتو شرکتونو باندې یې بندیزونه لګولي دي.
-
عراقچي زلنسکي ته: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده / موږ ایرانيان بلد یو له ځانه دفاع وکړو
Jan 23, 2026 09:34پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له لورې د ایران پر ضد د بېبنسټه خبرو او مداخلهکوونکو څرګندونو په غبرګون کې، هغه ته په خطاب کې وویل: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده.
-
ولې امریکا ټینګار کوي چې اروپا او د هغې مشران سپک کړي؟
Jan 23, 2026 10:48پارسټوډې – ډونالډ ټرمپ د داووس په ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د سلګونو ګډونوالو پر وړاندې په سپکوونکې لهجې سره وویل: «اروپا پرته له امریکا نه شي کولای له ځانه دفاع وکړي. هغوی ښکلې خبرې کوي، خو په عمل کې کمزوري او پر نورو متکي دي.»
-
د پاکستان پوځي شنونکی امریکايي چارواکو ته: سپینه ماڼۍ دې د ایران په وړاندې د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي
Jan 23, 2026 09:25پارسټوډې – یوه پاکستاني ډیپلومات امریکايي چارواکو ته په خطاب کې وویل: سپینه ماڼۍ باید د ایران په وړاندې د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.
-
امیرالبحر سیاري: د ایران اسلامي انقلاب د امریکا تشه دبدبه ماته کړه
Jan 23, 2026 09:14پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ همغږي کوونکي مرستیال وویل: اسلامي انقلاب د ایران د ملت په ملتیا امریکا سپکه کړه او د نړیوال استکبار تشه او ظاهري دبدبه یې په بشپړه توګه ونړوله.
-
زاخارووا: د ایران خلکو د دښمنانو پلانونه شنډ کړل
Jan 23, 2026 09:03پارسټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: په وروستیو کې په ایران کې رامنځته شوې ناآرامۍ په ښکاره ډول له بهر څخه مالي ملاتړ کېدې.
-
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه
Jan 23, 2026 08:52اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
-
افغانستان د پاکستانيو درملو په واردولو بندیز د سلواغې له شلمې اجرا کوي
Jan 22, 2026 10:37له پاکستانه د درملو پر وارداتو د بندیز دنافذیدو د مهلت په نزدې کیدو سره ، د افغانستان د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وايي چې له پاکستانه وارد شوي درمل د سلواغې له شلمې نیټې دهیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.
-
په داووس کې د راشد الغنوشي د خوشې کېدو غوښتنه وشوه
Jan 22, 2026 10:08په جنیوا کې مېشت د شکنجې د قربانیانو ټولنې د ۲۰۲۶ کال د ډیؤوس د نړیوال اقتصادي فورم له ګډونوالو څخه یوه بیړنۍ غوښتنه وکړه او ترې ئې وغوښتل چې د تیونس د سیاسي بندي شیخ راشد الغنوشي د ژوند د ژغورلو لپاره مداخله وکړي. نوموړی د تیونس د پارلمان د ۲۰۱۹ ـ ۲۰۲۴ کال پړاؤ منتخب مشر او دغه راز د النهضه ګوند مشر دی او له زرو ورځو څخه زیات وخت کېږي چې په بند کې دی.