زاخارووا: د ایران خلکو د دښمنانو پلانونه شنډ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169874-زاخارووا_د_ایران_خلکو_د_دښمنانو_پلانونه_شنډ_کړل
پارس‌ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: په وروستیو کې په ایران کې رامنځته شوې ناآرامۍ په ښکاره ډول له بهر څخه مالي ملاتړ کېدې.
(last modified 2026-01-23T08:05:13+00:00 )
Jan 23, 2026 12:33 Asia/Kabul
  • زاخارووا: د ایران خلکو د دښمنانو پلانونه شنډ کړل

پارس‌ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: په وروستیو کې په ایران کې رامنځته شوې ناآرامۍ په ښکاره ډول له بهر څخه مالي ملاتړ کېدې.

په داسې حال کې چې له امریکا او صهیونیسټي رژیم سره تړلو جریانونو د خلکو له معیشتي او صنفي اعتراضونو ناوړه ګټه واخیسته، د ایران د ځینو ښارونو فضا په تېرو ورځو کې د ناامنۍ او ترهګریزو بریدونو شاهده وه. د امنیتي ځواکونو شهادت، د عامه شتمنیو ویجاړول، او د مذهبي او تعلیمي مرکزونو سوځول د خلکو احساسات وپارول او دا چاره د ملي امنیت د دفاع لپاره د میلیوني حضور لامل شوه.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» د پنجشنبې په ورځ په خپلې اونیزه ناسته کې وویل: موږ په ایران کې د وضعیت د پرله‌پسې عادي کېدو شاهدان یو. هغې زیاته کړه: د ایران د چارواکو هڅې د نظم او قانون د ساتلو لپاره، او تر ټولو مهم، د زرګونو ایراني وګړو لاریونونه د اساسي قانون، ملي حاکمیت او خپلواکۍ د ملاتړ په موخه، د دښمنانو هغه ویجاړوونکي پلانونه شنډ کړل چې غوښتل یې دا هېواد بې‌ثباته کړي.

ماریا زاخارووا همدارنګه وویل: موږ خوښ یو چې د هغو ناآرامیو او له بهر څخه الهام اخیستو اقداماتو وروسته، چې د نوي میلادي کال په لومړیو ورځو کې ترسره شول، اوس په ایران کې د وضعیت د عادي کېدو شاهدان یو.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: هغه بهرني متخاصم ځواکونه چې هڅه یې کوله د ایران په اسلامي جمهوریت کې د خپلې خوښې «رنګي انقلاب» سناریو عملي کړي، اړ شول د وضعیت د عادي کېدو حقیقت ومني.

زاخارووا دا هم وویل چې روسیه یو ځل بیا د ایران له خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي، او زیاته یې کړه: مسکو له خپلو ایراني شریکانو سره په نږدې او دوامدار تماس کې دی. هغې د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: د ایران په خاوره کې د روسیې ډیپلوماټیک استازولۍ په عادي ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.