امیرالبحر سیاري: د ایران اسلامي انقلاب د امریکا تشه دبدبه ماته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169876-امیرالبحر_سیاري_د_ایران_اسلامي_انقلاب_د_امریکا_تشه_دبدبه_ماته_کړه
پارس‌ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ همغږي کوونکي مرستیال وویل: اسلامي انقلاب د ایران د ملت په ملتیا امریکا سپکه کړه او د نړیوال استکبار تشه او ظاهري دبدبه یې په بشپړه توګه ونړوله.
(last modified 2026-01-23T08:16:10+00:00 )
Jan 23, 2026 12:44 Asia/Kabul
  • امیرالبحر سیاري: د ایران اسلامي انقلاب د امریکا تشه دبدبه ماته کړه

پارس‌ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ همغږي کوونکي مرستیال وویل: اسلامي انقلاب د ایران د ملت په ملتیا امریکا سپکه کړه او د نړیوال استکبار تشه او ظاهري دبدبه یې په بشپړه توګه ونړوله.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ همغږي کوونکي مرستیال امیرالبحر حبیب‌الله سیاري، د پنجشنبې په ورځ د ایران په شمال کې د انزلي د آزادې سیمې د شهیدانو په یادغونډه کې، د سیمې په کچه د نړیوال استکبار د سلطه ګرۍ د پای ته رسولو په برخه کې د اسلامي انقلاب پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل: په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا راهیسې، پر موږ تر ټولو ظالمانه بندیزونه ولګول شول، خو دا انقلاب د خلکو په ملاتړ هېڅکله کمزوری نه شو؛ ودرېدلو، سینه یې سپر کړه، وینه، ځوانان او مال یې قرباني کړل، خو د ولایت تر څنګ ودرېدل، تر څو انقلاب ژوندی پاتې شي.

امیرالبحر حبیب‌الله سیاري زیاته کړه: امریکا او استکبار د خلکو ترمنځ د یووالي د له منځه وړلو او د اسلامي انقلاب د خپلواکۍ د نسکورولو لپاره بېلابېلې لارې چارې طرحه او عملي کړې؛ له قومي او مذهبي اختلافاتو راپارولو، د شخصیتونو ترور، د اته‌کلنې جګړې تحمیل، کلتوري یرغل، ناڅاپي برید او کلتوري ناټو، نرمې او ادراکي جګړې د ځوانانو د احساساتو د نښه کولو او د ناهیلۍ د خپرولو، او همدارنګه اقتصادي جګړې پورې — خو په هېڅ یوه کې بریالي نه شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږي کوونکي مرستیال په ټینګار سره وویل: زموږ ویاړ دا دی چې له اسلامي انقلاب وروسته، د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ان یوه لوېشت خاوره هم کمه شوې نه ده. هغه زیاته کړه: که نن اقتدار لرو، دا د شهیدانو د وینو برکت دی؛ موږ د شهیدانو د کورنیو قدردان یو او هېڅکله به له انقلاب او له تویو شویو وینو څخه شاتګ ونه کړو.