-
ماسکو کښې د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې
Dec 06, 2023 04:06د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د غزې د حالاتو په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله صلاح مشورې وکړې.
-
امیر عبداللهیان په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو پر ضرورت ټینګار وکړ
Dec 03, 2023 04:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مشر جوزف بوریل سره په ټلفوني خبرو کې د غزې پر خلکو د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو پر ضرورت په ټینګار سره وویل: ضروري ده چې د غزې په خلکو د صهیونیسټي رژیم پوځي حملې بندې او ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د لېږلو امکانات برابر شي.
-
د غزې او لوېدیځې غاړې له خلکو څخه د یمن ملاتړ د ستاینې وړ دی
Dec 01, 2023 09:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې د ملي نجات د حکومت له سفیر ابراهیم الدیلمي سره په کتنه کې، د غزې او لوېدیځې غاړې له خلکو څخه د صنعا د ملاتړ قدرونه وکړه.
-
د صهیونیسټي رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه دي
Nov 29, 2023 09:54د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره، د دغه رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه وبلل.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین په تړاو ټلفونې خبرې وکړې
Nov 26, 2023 02:28د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان ترمنځ په ټلفوني خبرو کې، د فلسطین د بدلونونو او ځینو دوه اړخیزو مسائلو په هکله خبرې اترې وشوې.
-
له صهیونیسټي رژیم د امریکا ملاتړ په غزه کې د جګړې د دوام لامل شو
Nov 24, 2023 11:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: که له اسرائیلي رژيم د امریکا ملاتړ نه وای، دغه جعلي رژیم نشو کولای چې د فلسطین له اسلامي مقاومت ډلې (حماس) سره جګړې ته دوام ورکړي.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو نړۍ ولړزوله
Nov 24, 2023 09:53د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې وویل: د الاقصی طوفان عملیاتو پایلو ټوله نړۍ ولړزوله.
-
مقاومت د ختمېدو نه دی
Nov 23, 2023 04:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، مقاومت له منځه نه شي تلای او د اشغال ادبيات هېڅ ځای نه لري.
-
موږ د مقاومت سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوو
Nov 21, 2023 09:41د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په دې خبرې سره چې موږ د حماس په عملیاتو کې ګډون نه کوو او دا په بشپړه توګه د فلسطین پریکړه وه، ټینګار وکړ: موږ د نیواکګرو پر وړاندې د مقاومت لپاره خپل سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوو.
-
په سوریه کې پر ایراني ځواکونو هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو
Nov 19, 2023 04:03د فارس د خبر له مخې؛ حسین امیرعبدالهیان له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: د هغه خبرونو له مخې چې زما په لاس کې دي، د ایراني ځواکونو هېڅوک موخه نه دی ګرځول شوی او البته که داسې پېښه وشي، ایران به سخت ځواب ورکړي.