مقاومت د ختمېدو نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141976-مقاومت_د_ختمېدو_نه_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، مقاومت له منځه نه شي تلای او د اشغال ادبيات هېڅ ځای نه لري.
(last modified 2023-11-23T03:21:57+00:00 )
Nov 23, 2023 04:15 Asia/Kabul
  • مقاومت د ختمېدو نه دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، مقاومت له منځه نه شي تلای او د اشغال ادبيات هېڅ ځای نه لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې لبنان ته په سفر تللی دی، پرون په X ټولنیزه شبکه کې د فلسطین د مقاومت د غورځنګ له مشرانو سره د خپلې کتنې په هکله ولیکل: نن په بیروت کې د فلسطین د حماس او اسلامي جهاد له چارواکو سره په لیدنه کې، ما په غزه او لوېدیځه غاړه کې د وروستیو پرمختګونو او د بشردوستانه اوربند او راتلونکي سناریو په اړه له جزئیاتو خبر شوم.

د ایران لوړ رتبه ډیپلومات په دوام کې ټینګار وکړ: په دې کې شک نشته چې مقاومت له منځه نه شي تلی، د ملکیانو وژل، انساني محاصره او د فلسطینیانو جبري کډه کول باید ودرول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: وخت د اسرائيلو د رژیم په ګټه نه دی، بلکې اوس وخت د سیاسي نوښتونو په ګټه دی او د ټولو تمرکز د فلسطین او د سیمې په ډله ایز امنیت دی.

هغه همداشان د امریکې چارواکو ته په خطاب کې ولیکل: سپينه ماڼۍ دې د فلسطین او لبنان د مبارزانو ۷۵ کلن تاریخ په ځېر سره ولولي او حقیقت پسندانه چلند دې وکړي. د نیواکګرۍ ادبیات د اوسنۍ نړۍ په ادبیاتو کې هېڅ ځای نه لري.