ماسکو کښې د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې
(last modified Wed, 06 Dec 2023 03:06:43 GMT )
Dec 06, 2023 07:36 Asia/Kabul
  • ماسکو کښې د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د غزې د حالاتو په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله صلاح مشورې وکړې.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د غزې د حالاتو په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله صلاح مشورې وکړې.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د کاسپین د څنډې د پنځو هیوادونو د خارجه وزیرانو په کلیزه غونډه کښې د ګډون په موخه د یو پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تلی دی، پرون مازیګر یې د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

دوه اړخیزه مسائل او د غزې د حالاتو په شمول نړیوال او سیمه ایز بدلونونه د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو په کتنه کښې جاجول شوي موضوعات وو.

په دغه ملاقات کښې ماسکو ته د ایران د ولسمشر د سباني سفر په هکله هم خبرې اترې وشوې.

ټاکل شوې چې ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ولادیمیر پوتین په بلنه، سبا پنجشنبه ماسکو ته لاړ شي.