د جنایتکار صهیونیسټي رژيم لپاره راتلونکي ورځې وحشتناکې دي
(last modified Thu, 07 Dec 2023 09:01:25 GMT )
Dec 07, 2023 13:31 Asia/Kabul
  • د جنایتکار صهیونیسټي رژيم لپاره راتلونکي ورځې وحشتناکې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره په ټلفوني تماس کې وويل، اسلامي مقاومت تر اوسه پورې په قدرت سره د وحشي صهیونیسټي رژیم تیریو ته ځواب ورکړی او په دغه بهیر سره به د دغه تیریګر او جنایتکار رژیم لپاره راتلونکي شپې ورځې ډېرې وحشتناکې وي.

 ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی، د  ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د قطر  لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ  محمد بن عبدالرحمن آل ثاني  بیګا په ټلفوني خبرو کې د غزې تړانګې او  د اردن سیند لوېدیځي غاړې سره اړونده ترټولو وروستیو  حالاتو او د فلسطین پر ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  پر جنایتونو بحث او غور ورکړ.

د ایران او قطر خارجه وزیرانو په غزې او د اردن سیند په لوېدیځي غاړې کې د ماشومانو او مېرمنو په ضد د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو په  محکومولو سره د نړیوالې ټولنې د اقدام له لارې د  وحشي  صهیونیسټي رژيم  په وسیله د نړیوالو قوانینو د ښکاره خلاف ورزۍ، نسل وژنې او جنګي جنایتونو د فوري درېدا پر ضرورت ټينګار وکړ.

امیر عبداللهیان او محمد بن عبدالحمن  آل ثاني  همداراز د غزې  او د لوېدیځي غاړې د بدلونونو په باب  د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وړاندیزي پریکړه لیک پر سیاسي حل لارې د نړیوالې ټولنې د تمرکز په توګه ټینګار وکړ.

دواړو لورو د فلسطین ملت ته د انسان دوستۍ، د مرستو پر لېږد ټينګار او د غزې پر ضد د اسرائيلي وحشي رژيم د حملو د درېدا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوترش  د هڅو ملاتړ وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش  بیګا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د غزې د  وروستیو حالاتو په باب سخت خبرداری ورکړ او لیکلي یې دي چې، په غزې کې شرایط په چټکۍ سره  د یوې غمیزې په لور ځي او نړیواله ټولنه باید د غزې د بحران د ختمولو لپاره له خپل نفوذه استفاده وکړي. هغه همداراز په غزې کې د اوربند پر ضرورت په ټينګار سره  د  امنیت شورا له غړو وغوښتل څو د دباو په اعمالولو سره دې د انساني ناورین د رامنځته کیدا مخنیوي وکړي.