-
افغانستان کښې تاؤتریخوالی او حملې کمې شوې دي
Feb 25, 2020 02:54د یوې افغان رسنۍ د څیړنو پایلې ښودنه کوي چې د تاؤتریخوالي د کمي د طرحې له پيلیدو راهیسې په افغانستان کښې د بریدونو کچه څه باندې نوي سلنه ټیټه شوې ده.
-
د جنګ نوے دور، د پېړۍ د معاملې ډالۍ
Feb 24, 2020 12:19د ډونالډ ټرمپ لخوا د پېړۍ له نژاد پرستانه معاملې څخه د څه کم يوې مياشتې په تېرېدو د صهيونېسټ رژيم او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ د جنګ نوے دور شروع شو.
-
د افغانستان په کاپيسا ولايت د طالبانو په حمله کښې د نهو تنو وژله
Feb 19, 2020 09:04د افغانستان په کاپيسا ولايت کښې د دغه هېواد د ولسي ځواک په پوستې باندې د طالبانو په حمله کښې نهه تنه ووژل شول.
-
د بهرنيو فوځيانو په هوائي حمله کښې يولس عامه افغانان ووژل شول
Feb 19, 2020 09:55د افغانستان په هرات ولايت د بهرنيو ځواکونو په ډرون حمله کښې يولس تنه عامه افغانان ووژل شول.
-
امریکا د پاکستان د حکومت ستاینه وکړه
Feb 13, 2020 09:17زمونږ خبریال وایي د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا ځانګړي ډيپلوماټې میرمن الیس ویلز نن د پاکستان د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید او د هغه ملګري «ملک ظفر» ته د سزا د ورکولو ستاینه وکړه او دغه چاره یې د پاکستان لپاره مخ په وړاندې ګام وباله او زیاته یې کړه پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نړیوالې ژمنې پوره کوي .
-
د دښمن په مقابل کښې د دفاعي قوت زياتونې د بهير په دوام د ايران د وسله والو ځواکونو د لوے درستيز تاکيد
Feb 10, 2020 13:27د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز جنرل محمد باقري د اسلامي انقلاب د شاندارې کاميابۍ د يو څلوېښتمې کليزې د رارسېدو په مناسبت په يو پېغام کښې د دښمن په مقابل کښې د دفاعي قدرت زياتونې د بهير په دوام تاکيد وکړ.
-
د تايي لینډ پوځي په ډزو سره۲۶ کسان وژلي
Feb 09, 2020 06:19زمونږ خبریال وايي په تایي لینډ کښې یوه (۱) پوځي جګړن جکرا پانت توما (Jakrapanth Thomma)نن سهار وختي په یوه (۱) مارکیټ باندې برید سره تراوسه یویشت(۲۱) کسان وژلي دي .
-
د افغانستان په ختیځ کښې پر امریکايي ځواکونو برید شوی
Feb 09, 2020 04:14افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ تیر ماښام په ننګرهار ولایت کښې د دغه هیواد په ځواکونو باندې د حملې خبر ورکړ.
-
د عربستان جنګي الوتکو په یمن بیا بمبارې وکړې
Feb 08, 2020 01:36المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو وړمه شپه د یمن په شمالي سیمو بمبارې وکړې .
-
د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال ووژل شو
Feb 07, 2020 11:44د افغانستان په بلخ كښې د هوايي بريد په مهال د چمتال ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د دې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي دي.