د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87789-د_چمتال_ولسوالۍ_لپاره_د_طالبانو_نومول_شوے_ولسوال_ووژل_شو
د افغانستان په بلخ كښې د هوايي بريد په مهال د چمتال ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د دې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 07, 2020 11:44 Asia/Kabul
  • د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال ووژل شو

د افغانستان په بلخ كښې د هوايي بريد په مهال د چمتال ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د دې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي دي.

د افغانستان د سرچينو له قوله د دغه هېواد د  ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، تېره شپه د چمتال ولسوالۍ په عليزۍ كلي كې د هوايي بريد په مهال د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوے ولسوال ملا جابر او شپږ ملګري يې ووژل شول.

د ده په وينا، د شورتېپې ولسوالۍ په شوراريق كلي كښې هم هوايي بريدونو پنځه طالبان وژلي دي.

رضايي زياتوي، د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ كښې د شاهين عملياتو په دوام کښې څلور كلي د طالبانو له شتونه پاك شوي او همدارنګه يو مائن موندل شوے او ناکاره کړے شوےدے.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.