د تايي لینډ پوځي په ډزو سره۲۶ کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87826-د_تايي_لینډ_پوځي_په_ډزو_سره۲۶_کسان_وژلي
زمونږ خبریال وايي په تایي لینډ کښې یوه (۱) پوځي جګړن جکرا پانت توما (Jakrapanth Thomma)نن سهار وختي په یوه (۱) مارکیټ باندې برید سره تراوسه یویشت(۲۱) کسان وژلي دي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Feb 09, 2020 09:49 Asia/Kabul
  • د تايي لینډ پوځي په ډزو سره۲۶ کسان وژلي

زمونږ خبریال وايي په تایي لینډ کښې یوه (۱) پوځي جګړن جکرا پانت توما (Jakrapanth Thomma)نن سهار وختي په یوه (۱) مارکیټ باندې برید سره تراوسه یویشت(۲۱) کسان وژلي دي .

پولیسو وویل وسله دغه پوځي افسر  د مارکیټ لاندې برخه په خپل لاس کښې اخیستي وه خو اوس پولیس دغه برخه په کنټرول کښې لري .

ویل کیږي پولیسو له مارکیټ څخه دکانداران چې ډیر ویریدلي دي امن ځاې ته انتقال کړي دي .

د تايي لینډ پولیسو حمله کونکی پوځي افسر په ډزو سره ویشتلی او هغه یې وژلی دی .

د تایي لینډ د دفاع وزارت ویاند کونګ چیپ تنتارا وانیچ  ( Kongcheep Tantravanich) وویل چې په ډزو کښې کابو شل (۲۰) کسان وژل شوي دي .

د تايي لینډ د روغتیا وزارت وویل چې کابو لس (۱۰) کسان په روغتون کښې بستري شوي دي چې مرګې حاله دي .

ویل کیږي وسله وال پوځي افسر جکرا پانت (Jakrapanth Thomma) لومړۍ د یوه(۱) عسکر په شمول په دریو (۳) کسانو ډزې وکړې او بیا یې یو(۱) پوځي ګاډي غلا کړ او د ښار مرکز ته ورغی او هلته یې په یوه(۱) مارکیټ کښې په خلکو ډزې پیل کړې .