-
هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي
Apr 28, 2023 07:50د طالبانو سرپرست حکومت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې افغانستان له «امریکایي اشغاله» آزاد شوی، هڅه کوي څو د دې ولس د لسګونه کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي.
-
نن د ثور اتمه د مجاهدينو د بري له ۳۱مې کليزې سره برابر ده
Apr 28, 2023 07:28نن جمعه، د غویي یا ثور د میاشتې اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بري له ۳۱مې کلیزې سره برابر ده.
-
اوچا د افغان نجونو د زدهکړو پر ارزښت ټينګار کړی
Apr 28, 2023 07:19د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر ارزښت ټینګار کړی.
-
امنيت شورا د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د کار او زدهکړو بنديزونه وغندل
Apr 28, 2023 07:12امنیت شورا د امریکا په وخت د پنجشنبې ناوخته په خپله غونډه کې په دې اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې د طالبانو د بندیزونو د غندلو تر څنګ، ټینګار شوی چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.
-
لویدیځ په یوکرین کښې د جنګ د اوږدولو په تکل کښې دی
Apr 28, 2023 03:12د ایران دفاع وزیر وویل: امریکا او ځیني لویدیځ هیوادونه د یوکرین د پوځي ملاتړ په دوام او ورته د وسلو په لیږلو سره د جنګ د اوږدولو په لټه کښې دي.
-
د سوډان پوځ د اوربند ۷۲ ساعته غزونه ومنله
Apr 28, 2023 03:05د عبدالفتاح البرهان تر قومندانۍ لاندې د سوډان پوځ پرون خبر ورکړ چې په دغه هیواد کښې د اوربند له غزولو سره یې موافقه کړې ده.
-
په تیره یوه مایشت کښې کابو ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه ستانه شوي دي
Apr 28, 2023 03:15په نیمروز ولایت کښې د طالبانو د کډوالو د ریاست مسئولانو په تیره یوه میاشت کښې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د څه کم ۵۴ زره افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی دی.
-
د قومونو یووالي تل د دښمن چلولونه باطل کړي دي
Apr 28, 2023 03:10ولسمشر رئیسي وویل: زما تر ټولو مهم ویاړ، د خلکو خدمت کول دي
-
ایران د لبنان د سختو ورځو ملګری دی
Apr 28, 2023 03:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د پارلیمان د استازو په کتنه کښې، د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان د سختو ورځو ملګری وباله
-
بغداد: د خپلواکه هیواد د جوړولو لپاره د فلسطین د ولس مرسته یو فرض دی
Apr 28, 2023 02:59د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید پرون د فلسطین د کورنیو چارو له وزیر زیاد هب الریح او ورسره پلاوي کوربه و.