اوچا د افغان نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټينګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132008-اوچا_د_افغان_نجونو_د_زده_کړو_پر_ارزښت_ټينګار_کړی
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټینګار کړی.
(last modified 2023-04-28T02:52:17+00:00 )
Apr 28, 2023 07:19 Asia/Kabul
  • اوچا د افغان نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټينګار کړی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټینګار کړی.

د آزاډۍ راډیو د خبر له مخې، اوچا پرون په یوه ټویټ کې وویل، که نجونې ونه‌شي کولای چې زده‌کړې وکړي، یا په زده‌کړو کې له محدودیت سره مخامخې شي، روغتیایي، عامه خدمتونو، کاري او اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې به یې وړتیا سخته اغېزمنه شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه‌دي پرېښي.

له پرله‌پسې غوښتنو سره سره، طالبانو د نجونو پر زده‌کړو دغه ممانعت تر اوسه نه‌دی لیرې کړی.