هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132012-هڅه_کوو_د_ملت_د_قربانیو_ثمره_ضایع_نشي
د طالبانو سرپرست حکومت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې افغانستان له «امریکایي اشغاله» آزاد شوی، هڅه کوي څو د دې ولس د لسګونه کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي.
(last modified 2023-04-28T03:23:14+00:00 )
Apr 28, 2023 07:50 Asia/Kabul
  • هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي

د طالبانو سرپرست حکومت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې افغانستان له «امریکایي اشغاله» آزاد شوی، هڅه کوي څو د دې ولس د لسګونه کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبيح‌الله مجاهد وايي، سرپرست حکومت د غويي اوومې کودتا د یوي تورې ورځې په توګه غندي، د غويي اتمه نمانځي او د هېواد د آزادۍ ورځ يې بولي.

هغه زياتوي: « د ۱۳۷۱ د غويي ۸ مه نېټه د افغان ملت د بري، ازادي او ژغورنې ورځ ده چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ ولس او هېواد د کمونېزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.»

مجاهد وايي: «دا چې زموږ هېواد تازه له امریکایي اشغاله آزاد شوی، اسلامي نظام قایم شوی؛ نو طالبان به هم نهایت هڅه کوي، څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام  په بشپړه توګه نافذ شي.»