-
رافائل ګروسي بل سبا تهران ته راځي
Apr 14, 2025 12:58د ایران د خارجه وزیر د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل چې د ایټمي انرچۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر رافائل ګروسي به د راتلونکې چارشنبې په ماښام تهران ته راشي او د ایران له خارجه وزیر او د ایټمي انرجۍ د ادارې له مشر سره به وګوري.
-
بقايي: په ورته وخت کښې مو مذاکرات او ګواښونه نه دي منلې
Apr 14, 2025 09:42د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: " نشو کولی چې په یو وخت هم د خبرو اترو ادعا وشي او هم ورسره د فشار، بندیزونو او ګواښونو پالیسي ته دوام ورکړې شي. دا چلند بیخي د منلو وړ نه دی، او مونږ خپل دریځونه هم په واضح ډول بیان کړي دي."
-
د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان خوشې شول
Apr 14, 2025 09:17د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۱ افغانان پرون یکشنبه د پاکستان له زندانونو آزاد شوي او خپل هېواد ته راستانه شول.
-
سیاسي تبصره: په یمن او غزه کښې د صهیونیسټي-امریکايي چورلیز د ناکامۍ وجوهات
Apr 14, 2025 09:08په یمن او غزې باندې د صهیونیسټي او امریکايي چورلیز د بریدونو له دوام سره سره د یمن او د فلسطیني مقاومت ځواکونه د تیري ګرو په وړاندې کلک ولاړ دي.
-
د افغانستان په بازار کښې د پاکستان ونډه زیاته شوې ده
Apr 14, 2025 08:01په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ودې د افغانستان په بازار کښې د صادراتي توکو په برخه کې د اسلام آباد ونډه ۸۴ سلنه زیاته کړې ده.
-
افغانستان کې د اروپا د استازي ماموریت پای ته ورسید
Apr 14, 2025 07:57د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د خپل ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ، که څه هم هغه وویل چې د افغانستان په وړاندې د شنه براعظم په چلند او تګلاره کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
-
د امریکا دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته ورسېده
Apr 11, 2025 04:16د امریکا پوځ بیګا اعلان وکړ چې د دغه هیواد دویمه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسیدلې ده.
-
د ایران د دفاع مرستیال وزیر: ایران لوړ دفاعي توان لري
Apr 11, 2025 04:10د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع وزارت د مدیریت او ستراتیژیک پلان جوړونې د پراختیا مرستیال ا وویل: نن مونږ له ملي، سیاسي او ټولنیز ځواک څخه برخمن یو او زموږ د هیواد دفاعي وړتیا په خپل اوج کې ده.
-
د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر پلي کيدو ټينګار وشو
Apr 11, 2025 04:08د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې د بشپړ پلي کولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې تخنیکي کمېټې ناسته کړې.
-
د نړیوالو موسسو او مرستندویو هیوادونو استازو افغانستان ته د مرستو د دوام غوښتنه وکړه
Apr 11, 2025 04:00د تاند خبري سایټ په لیکنه نړیوالو سازمانونو او د مرستو ورکونکو هېوادونو استازو په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) په غونډه کې، افغانستان ته د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې په دغه هېواد کې بشري بحران بیړنیو او دوامداره حل لارو ته اړتیا لري.