-
ایران او پاکستان دواړه د امنیتی موافقې اجرا او تعقیبونې سره لیواله دي
Dec 24, 2024 09:03د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د پاکستان د کورنیو چارو له مرستیال وزیر سره په کتنې د ایران او پاکستان ددواړو هیوادونو ترمینځ دامنیتی موافقې پر تعقیبونې او اجرائي کیدا ټينګار وکړ.
-
په ځمکې، سمندر او هوا کې هېڅ ځواک پر سپاه پاسداران باندې د برلاسي کېدو توان نه لري
Dec 24, 2024 04:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان پر دې خبرې په ټینګار سره چې، په نړۍ کې هېڅ قدرت نشته چې په ځمکه ، سمندر او هوا کې د سپاه پاسداران پر ځواک برلاسی شي وویل : د ایران د اسلامي جمهوریت ځواک له سرحدونو بهر وتلی دی.
-
افغانستان کې د تېر حکومت څه باندې ۱۱ زره پوځیان مړه او بندیان شوي دي
Dec 24, 2024 03:01په افغانستان کې د مخکیني جمهوري نظام د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې، طالبانو د خپل حکومت په درې کلنه دوره کې له ۳۴۰۰ څخه ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او موموز ډول وژلي دي.
-
په فضا کې د ایرانۍ ټيکنالوجۍ بریالۍ آزموینه؛ټرامپ ته د پاناما جدی غبرګون او د اروپا په ضد د قطر ګواښ
Dec 23, 2024 13:29تهران ریډیو- د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي نن ددې خبرې په کولو سره چې دنورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه، د امریکا دبهرني سیاست بیلګه ده،روښانه کړ ه ، امریکا باید په ایران کې د خ پلو لاسوهنو ځواب ووائي.
-
د پاکستان په پاراچنار کې انساني ناورین په رامینځةکیدا دی
Dec 22, 2024 01:32ډیری کارپوهان او شناندي وائي که حکومت او امنیتی ادارې د خپلو ښاریزو د امنیت په ټينګولو کې جدي وائ نو هیڅکله به په دغې سیمې کې په تیره بیه په جرنیلي سړک باندې داسې کومه ناندرئ پیښه شوي نه وه ،خو ځیني سرچینې دا هم وائي چې ځیني کړئ غواړي په کورمې کې اړئ ګړئ وي او ځای اوسیدونکي له دغې سیمې کوچیدا ته اړ شي.
-
د مسلمانانو د حکماؤ شوراد نړیوالوچیلنجونوپه وړاندې پرپیوستون ټينګار وکړ
Dec 22, 2024 02:45انساني پيوستون په بحران باندې له یوه بیړنۍ غبرګونه ورآخوا دی . دا له مختلفو نړیوالو چیلنجنونو او ناندریو سره د مقابلې لپاره د هیوادونو ،ټولنو او وګړو ترمینځ دګډې ژمنتیا او اوږدمهاله او جامع لرلید ښودنه کوي.
-
ایران په جرمني کې تاؤتریخجن اقدام په سخته محکوم کړ
Dec 22, 2024 02:34د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د جرمني په ماګدبرګ ښار کې په ګاډي سره تاؤتریخجنه حمله په سخته محکومه کړه.
-
په افغانستان کې هر کال په سرطان ناروغۍ کابو څوارلس زره زیات کسان مړي
Dec 22, 2024 01:13په افغانستان کې لا هم د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص امکانات په نشت حساب دي او ګڼ کسان مجبوره کېږي خپل ناروغان ګاونډیو هېوادونو ته ورسوي.
-
دداعش فتنه،په سورئې کې د ایران شتون او د اسرائيلو راتلونکی!
Dec 21, 2024 13:45د داعش فتنې ، په سورئې کې د ایران شتون او داسرائیلو د راتلونکي په باب د ایران د اسلامی جمهوریت دملي امنیت د لوړې شورا منشي احمدیان دغو پوښتنو ته کره ځوابونه ورکړل.
-
له تل ابیب څخه د یمن والو غچ اخستل او د سرطان په تشخیص کې د ایرانیو ډاکټرانو نوښت
Dec 21, 2024 11:07پارس ټوډې – د جرمني د چارواکو د وینا په اساس، د جرمني په ختیځ کې په مګدبرګ ښار کې په ګاډي سره د لاندې کونکي عملیاتو عامل د عربستان یو ښاریز دی چې په ۲۰۰۶ کال کې جرمني ته وارد شوی او په دغې حملې کې لږترلږه یولس کسان وژل شوي او اتیا نور ټپیان شوي دي.