افغان طالبان وائي ، پاکستانی لوری دې پر واقعیّتونو سترګې نه پټوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158116-افغان_طالبان_وائي_پاکستانی_لوری_دې_پر_واقعیّتونو_سترګې_نه_پټوي
د افغانستان د طالبانو  له حکومت سره اړونده رسانئ د  پاکستان په بلوچستان صوبې کې د اورګاډی په برمته کیدا کې د  افغانستان درول په باب دپاکستان دپوځي  چارواکو  د ادعا په غبرګون کې  لیکلي دي،د نورو ګرَم بلل ، د پاکستان بحران نه حل کوي  او پاکستان دې  واقعیَتونه وویني .
(last modified 2025-03-13T01:52:23+00:00 )
Mar 13, 2025 06:16 Asia/Kabul
  • افغان طالبان وائي ، پاکستانی لوری دې پر واقعیّتونو سترګې نه پټوي

د افغانستان د طالبانو  له حکومت سره اړونده رسانئ د  پاکستان په بلوچستان صوبې کې د اورګاډی په برمته کیدا کې د  افغانستان درول په باب دپاکستان دپوځي  چارواکو  د ادعا په غبرګون کې  لیکلي دي،د نورو ګرَم بلل ، د پاکستان بحران نه حل کوي  او پاکستان دې  واقعیَتونه وویني .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، د افغانستان  له طالبانو سره اړونده  املرصاد رسانۍ  د بلوچستان صوبې  د اورګاډي په برمته کیدا کې  د افغانستان د دخیل شونې په باب   د پاکستان د پوځي چارواکو دڅرګندونو په غبرګون کې  روښانه کړې ده ، د نورو ګرَم بلل ، دپاکستان ترینګلتیا او بحران نه حل کوي.

المرصاد رسانۍ لیکلي دي، دپاکستان پروپیګنډیزې رسانۍ هڅه کوي ، دغې  حملې ته په ګاونډیو هیوادونو پورې نسبت ورکړي ، خو  حقیقت دا دی چې  دا یو داخلی مقاومت او د پاکستان د حکومت ناسم سیاستونو نتیجه ده ، حکومت  دې دنوروپر ګردن د ګرَّمې د اچولو په ځاي  ددغه بحران  لپاره واقعي حل لاره پیدا کړي.

د افغانستان له طالب حکومت سره اړونده دغې رسانۍ  لیکلي دي،  په جعفر ایکسپریس اورګاډي  حمله  شاید  د یوې  نوی مرحلې یوازې پيل وي، که  دپاکستان حکومت  هماغه شان پر واقعیَتونو سترګې پټې کړي ، نو  دغه شان حملې به نوره هم زیاتې شي . اوس  وخت رارسیدلی دی چې   د نورو د ګرَم  بللو په ځاي دې  واقعي اصلاحات ترسره  کړي که پاستان له تاریخه درس  وانخلي ،نو  دغه ناکامي ، ددغه هیواد دراتلونکي لپاره یو جدي ګواښ کیدلی شي.   المرصاد په دوام کې لیکلي دي، د پاکستان حکومت تل هڅه کړې ده ، خپلې ناکامۍ د  نورو پر اوږو واچوي ، خو حقیقت دا دی چې دبلوچستان بحران  ددغه حکومت د  خپلو ناسمو سیاستونو نتیجه ده که  پاکستان په ثبات پسې وي ، نو باید د پوځي حل لارې په ځاي دې  پر سیاسی، اقتصادي او اجتماعي  عدالت تمرکز وکړي که داسې نه وي ،نو تاریخ به  له دغې پوښتنې سره  مخ شي ، چې ددغې ناکامۍ اصلي ګرَم څوک دی.

داپه داسې حال کې دي چې  د بلوچستان بیلتون غواړي ډلې په همداوروستیو کې وئیلي دي، چې تر دې د مه  ۲۱۴ برمته شوي کسان د دوي په اختیار کې دي  او ټول پوځیان دي .