روسیې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ لپاره چمتووالی اعلان کړ
(last modified Sat, 15 Mar 2025 02:39:39 GMT )
Mar 15, 2025 07:09 Asia/Kabul
  • روسیې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ لپاره چمتووالی اعلان کړ

پارس ټوډې – د بلوچستان د بولان سیمې پر مسافر وړونکي ټرین باندې د وسله وال برید او د مسافرو د برمته کولو له امله، د روسیې ولسمشر خپل پاکستاني سیال ته په یوه لیک کې، د دې ترهګریز جنایت له غندلو سربېره، له ترهګرۍ سره په مقابله کې له اسلام آباد څخه د مسکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر "ولادیمیر پوتین" د پاکستان ولسمشر "آصف علي زرداري" او  لومړي وزیر "شهباز شریف" ته په یوه لیک کې د بلوچستان صوبې کې مسافر وړونکي ټرین باندې د لوی ترهګريز برید له امله د پاکستان د دولت او خلکو سره خپله همدرډه وښوده او ټینګار یې وکړ چې روسیه له پاکستان سره د امنیتي او استخباراتي همکارۍ د ډېرولو په برخه کې، په ټولو ډولونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ژمنه ده.

دا درېځ په داسې حال کې دی چې د جعفر اکسپرس پر مسافر وړونکي ټرین باندې برید او د مسافرو نیولو نړیوال غبرګونونه له ځان سره درلودل. له روسیې سربېره، نور ګڼ هېوادونه لکه ایران، چین، آلمان، فرانسه او نورو هم د بیانیو په صادرولو سره د دې اقدام غندنه کړې ده.