-
د ظريف ډېپلوميسي: د بشريت په خلاف د امريکې د چلند او واقعي اصليت په ډاګه کول
Mar 31, 2020 10:01د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ماسکو چاپ کامر سېنټ ورځپاڼه کښې « له وائرسو سره وجنګيږئ نه له مونږ سره» تر عنوان لاندې په يوې مقاله کښې چې پرون خپره شوه په ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرسو خپرېدو ته په اشارې سره د دغې موضوع په اړه وليکل: «د امريکې د بدمعاشۍ په وړاندې د غلي کښېناستېدو او تماشه کولو وخت تېر شوے دے.»
-
افغانستان کښې د نوي حکومت په هکله خبرې روانې دي
Mar 30, 2020 00:57تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر د اساسي قانون په چوکاټ کښې د نوي حکومت د جوړولو په هکله د خبرواترو د دوام خبر ورکړ .
-
په ننګرهار کی دکرونا ویروس د تشخیص مرکز پرانستل شو
Mar 29, 2020 11:34د امهال په ټول افغانستان کې د کرونا ویرسو ۱۱۷ مثبتي پیښی ثبت شوي چې دیری یی په هرات ولایت کې دي چې تر اوسه په افغانستان کې ددې ناروغۍ له امله دری تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه دده پر وینا روغ شویدي.
-
ننګرهار کښی پولیسو دوه سوه پنځوس شکمن کسان نیولی دي
Mar 28, 2020 12:58د افغانستان د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې د دوه نيم سوو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ.
-
ننګرهار کښې د مائن په چاودنه کښې یو دینی عالم ووژل شو
Mar 28, 2020 11:20د ننګرهار د والی ویاند وایي نن له غرمي وروسته د ننګرهار ولایت د لالپورې په ولسوالۍ کښې د مقناطیسی ماین د چاودنې له امله دیني عالم مولوي شیدا او زوی یی ووژل شول او دوه تنه نورژوبل شول.
-
د ايران په خلاف د بنديزونو په دوام د واشنګټن تاکيد
Mar 28, 2020 09:54په ايران کښې د کورونا خپرېدل او له دغو مرګونو وائرسو سره د سختې مقابلې ضرورت د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د کمولو لپار د نړيوالو غوښتنو او دباونو د زياتېدو سبب شوے دے. د واشنګټن لخوا د ځينو ظاهري وعدو باوجود اوس د ټرمپ حکومت د تهران په خلاف د بائيکاټي دباونو په دوام تاکيد کوي.
-
د طالبانو په حمله کښې لس افغان فوځيان ووژل شول
Mar 28, 2020 08:29د بدخشان د ولايتي شورا غړي په دغه ولايت کښې د طالب ځواکونو په حمله کښې د دولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.
-
په قندهار کښې هم یو لړ بندیزونه ولګیدل
Mar 28, 2020 08:17په قندهار کښي پر عامه ځایونو محدودیتونه زیات شول، چي پکښي له قندهار- هرات او قندهار – کابل سره د لویو مسافر وړونکو موټرو په تګ راټک هم بندیز لګیدلی دے.
-
په افغانستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد
Mar 28, 2020 07:33د افغانستان روغتيائي چارواکو په دغه هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ ته د رسېدو خبر ورکړ.
-
د پاکستان لومړی وزیر کورونا وایروس نلري
Mar 28, 2020 01:05زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشرانو جرګې غړي سیناتور فیصل جاوید وویل چې لومړی وزیر عمران خان په کورونا وایروس نه دی ککړ شوی او هغه د یوه (۱) ټيلي ويژن راپور چې ادعا یې کړي وه عمران خان په کورنا وایروس مبتلا شوی دی رد کړ .